لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزیلېنډ د 10 کرونا وهلیو لوبغاړو له کبله د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمرین اجازه ور نه کړه


واشنګټن ــــ د پاکستان کرکټ لوبډله دا مهال د نیوزیلېنډ په کریسټ ښار کې ده، چې په تېرو ورځو کې یې 10 لوبغاړو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او له دې کبله د دې هېواد د روغتیا وزارت اجازه نه ده ورکړي چې لوبغاړي یې تمرین وکړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر وسیم خان په یوه بیان کې د نیوزیلېنډ پر دې پرېکړه ناهیلي ښکاره کړې ده.

د پاکستان کرکټ شپږو لوبغاړو ته چې تېره اوونۍ کرونا وایرس ور پورې شو نو هغوی د خپلې استوګنې په ځایونو کې کورنټین کړل شول او تمه کېده چې دوی به بیرته د نهې- سه شنبې له ورځې تمرین پیل کړي.

خو چارواکي وایي د کرونا وایرس د خپرېدو له ډاره پاکستانۍ لوبډلې ته د تمرین اجازه نه شي‌ ورکولای او د هغوی د کونټین موده یې تر نهم دسمبره غزولې ده. د نیوزیلېنډ د روغتیا د څانګې مشر اشلې بلومفیلډ په یوه بیان کې په دې اړه ویلي:

"ما دغه حالت ډېر په احتیاط سره کتلی دی، دا وخت ماته پرله پسې دا اندېښنه را پېښه ده چې په دې ډله کې دننه وایرس نورو ته ور پورې نه شي".

د نیوزیلېنډ د روغتیا وزارت وایي، له پاکستانه د کرکټ لوبډلې د ورغلیو 53 کسانو کرونا ټیسټونه یې کړي چې وایي په هغوی کې 43 کسانو ته کرونا نه دی ور پورې شوی او لس کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

د پاکستان کرکټ لوبډله به د دسمبر پر 18مه په شل اووریزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه په آکلېنډ ښار کې کوي،‌ چې د تمرین لپاره به یواځې نهې ورځې ولري.

دغه لوبډله د نومبر پر 24مه نیوزیلېنډ ته تللې او ټاکل شوې چې هلته به درې شل اووریزې او دوې ټیسټ لوبې کوي. د پاکستان کرکټ بورډ وایي نیوزیلېنډ تر تګ مخکې یې د لوبغاړو او روزونکو د ټولو کرونا ټیسټونه کړي وو چې نتیجې یې منفي راغلې وې.

د نیوزیلېنډ ټوله ابادي څه دپاسه پینځه میلینه (50 لکه) ده او تر دې مهاله د دې هېواد شاوخوا دوه زره کسان په کرونا وایرس اخته شوي او 25 تنه ترې مړه شوي دي، خو 1983 تنه یې له دې ناروغې بیرته جوړ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG