لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: کرونا وایرس نور 44 تنه مړه کړي او 3119 نور په کرونا اخته شوي


په پاکستان کې په تیرو 24 ساعتونو کې د کرونا وايرس له امله 44 کسان مړه شوي او 3119 نور کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي، په کرونا وايرس اخته 2441 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی.

د سرکاری شمېرو ترمخه په ملک کې د 44 نورو کسانو د مړينې سره د مړو ټوله شمېره 8303 ته رسېدلې ده.

د دې ترڅنګ په ملک کې نور 3119 کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي. په ملک کې تراوسه پورې په ټولو څلور لکه 13زره191 کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي دی.

خو ورسره ويل شوي درې لکه 52زره 529 کسان چې په کرونا اخته شوي وو ښه شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په تيرو 24 ساعتونو کې د 46 کسانو روغتيايي حالت سخت شوی دی.

په خېبرپښتونخوا کې په څلورم دسمبر لس کسان د کرونا څخه مړه شوي او په درېم دسمبر 11 تنه کرونا مړه کړي وو.

په خېبرپښتونخو کې تراوسه پورې د کرونا وايرس څخه 1399 کسان مړه شوي په 48زره 683 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي اود سرکاري شمېرو ترمخه 43 زره 839 ترې ښه شوي دي.

د کرونا وايرس نه په پنجاب صوبه کې د مړینو شمېره 3137 او په سيند صوبه کې 2991 ته رسېدلې ده.

په اسلام اباد کې کرونا 334 او بلوچستان کې يې 169 کسان مړه کړي دي، دغه رنګ په ازاد جمو کشمیر کې 175 او ګلګت بلتستان کې 98 کسان د دې وايرس نه مړه شوي دی.

XS
SM
MD
LG