لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:روانې جګړې خپل مذهبي مشروعیت بائیللی،طالبان دې اوربند ته غاړه کښېږدي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ دملي پخلاینې دشورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله یو وارې بیا په طالبانو غږ کړی چې نور دجګړو څخه لاس واخلي اؤ بشپړه اوربند ته غاړه کښیږدي.

دافغانستان د ملي پخلاینې د رهبري شورا وړومبۍ غونډه دشنبې په ورځ دکابل په صدارتي ماڼۍ کې پیل شوې چې پکې افغان ولسمشر اشرف غني،دملي پخلاینې دشورا مشر عبدالله عبدالله ،پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف،یونس قانوني اؤ یو شمیر نور مهم سیاسي مشران برخه لري.

غونډې ته پخپله پرانستونکې وینا کې ولسمشر اشرف غني ویلي په دوحه کې روانې دسولې خپل منځي خبرې دوهم پړاؤ ته رسیدلي اؤ اوس په دې پړاؤ کې زیاتو مشورو ته اړتیا لیدل کیږي.

هغه ویلي د خبرو د وړومبي پړاؤ څخه څرګنده شوه چې دا خبرې دومره اسانې نه وې نو بیا هم پکې بریالیتوب وموندل شو اؤ اؤ مذاکرات یو بل پړاؤ ته ننوتلي دي.

هغه په ټولو افغان خواؤ غږ وکړو چې باید طالبانو سره دسولې دخبرو په لړ کې ټول باید یو بل سره همکاري وکړي اؤ هم یې له طالبانو وغوښتل چې نور د جګړو څخه لاس واخلي اؤ اوربند ته غاړه کښیږدي ، ځکه سوله د هر افغان وړومبۍ غوښتنه ده.

ولسمشر وویل "زه ټولو علماوو کرامو باندې غږ کوم چې د سولې اجماع د مدیریت لپاره سره یو لاس شي، دې جګړې خپل مذهبي مشروعیت بایللی دی"

هغه زیاته کړه افغان ولس سوله غواړي او زمونږ وظیفه داده چې دا سوله راولو، او په دې برخه کې د افغان ولس له حوصلې او ژمنې څخه د زړه له کومې مننه وکړو.

د ملي پخلاینې دشورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله وویل دپخلاینې شورا دسولې بهیر کې سیاسي اجماع رامنځته کوي اؤ له دې وروسته به دا شوار خپلې منظمې غونډې جوړې کړي.

هغه وویل دا چې اوس دسولې خبرې یو حساس پړاؤ ته ننوتلي افغانان په جدي توګه اوربند اؤ د وینو ټوئیدو مخنیوی غواړي.

هغه وویل دسولې خبرو کې به دافغانستان ملي ګټو ته ارزښت ورکړل کیږي اؤ ټولې خواوې باید په پراخې حوصلې سره ددې خبرو ښې نتیجې ته هېله من اووسي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغونډې برخه والو ته باور ورکړو چې هغه به خپل ټول توان د سولې دپروسې سره همکاري کوي اؤ په نورو اړخونو یې هم ټینګار وکړو چې باید دسولې دپاره خپلو کې یو موټي شي.

حامد کرزي وویل” که مونږ دلته ناست یو اؤ‌ طالبان په قطر کې خبرو ته ناست دي،خپلو کې یو خلک یو،یوه خاوره لرو باید یو بل ته ښه نیت ولرو اؤ په بشپړ اخلاص سره دسولې امن دپاره هڅې وکړو”

غونډې ته افغان سیاسي مشرانو استاد عبدالرب رسول سیاف اؤ محمد یونس قانوني هم ویناوې وکړې اؤ دجګړو په خاتمه اؤ دامن دټینګښت دپاره یې د زغم اؤ حوصلې څخه په کار اخستو ټینګار وکړو.

په قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ څه دپاسه د دوه نیمو میاشتو له اوږدو خبرو وروسته دواړه خواوې دچهارشنبې په ورځ دبین الافغاني خبرو په څرنګوالي صلاح شوي اؤ کاري کمیټې ته یې دغونډې دایجنډې جوړولو سپارښتنه کړې ده.

افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي د بین الافغاني خبرو په څرنګوالي دافغان خواؤ ترمنځ د اتفاق پیدا کیدو وروسته اوس افغانان د بشپړ اوربند هېله کوي .

طالبانو دنړیوالې ټولنې اؤ افغان دولت د پرله پسې غوښتنو باوجود لا د اوربند اعلان نه دی کړی خو تیره اوونۍ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي وؤ دنولسو کالو جګړه دومره زر نه شي ختمیدای.

طالب ویاند وایي د جګړې علتونه چې هرکله له مینځه لاړل نو له هغې وروسته به اوربند هم وشي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG