لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکرونا وایرس له امله کیليفورنیا کې تر ټولو سخت لاک ډاؤن پځائ کیږي


دکرونا وایرس په چټکتیا سره دخوریدو له امله د جمعې په ورځ دامریکا کيلي فورنيا رياست بي ايريا پنځو کاؤنټو او په سکرامنټو يولو کاؤنټي کې د مارچ له میاشتې راپدیخوا د تر ټولو سخت لاک ډاؤن امر شوی دی.

د اتوار یا یکشنبې د ورځې څخه پځائ کیدونکي ددغه امر تر مخه به په سیمه کې ټول بازارونه اؤ اقتصادي مرکزونه تړل شوي وي اؤ خلکو ته هم ویل شوي چې باید دکورونو دننه پاتې شي.

سان فرانسسکو بي ایریا او يولو کاؤنټي د کيلي فورنیا هغه لومړنۍ سیمې دي چې يو ځل بيا خلکو ته په کور د ناستي امر کوي.

د روغتيا سيمه ايزو چارواکو د جمعې په ورځ وئيلي چې دوئ په بيړني ډول په کور د ناستې دا امر د کورونا وائرس له امله د رنځورانو او د مړينو په شميره کښې د اضافې له امله نافذوي.

د چارواکیو د وينا له مخې په بي ايريا کښې دا بنديزونه به په سان فرانسسکو ، سانتا کلارا ، ميرین ، کانټرا کوسټا او المیډا کاؤنټو تر څنګه برکلي ښار کې پلي کيږي.

د سان فرانسسکو د عامې روغتیا مشر ډاکټر ګرانټ کولفاکس وویل"مونږ دې ناروغۍ له ماتي ورکولو لپاره بيړنيو ګامونه پورته کولو ته اړتيا لرو"

په یادو سیمو کې په کور دناستې امر په داسي وخت کښې نافذ کيږي چي په کيلي فورنيا کښې د جمعې په ورځ د کرونا وائرس څه دپاسه د ۲۲۰۰۰ د نوو پېښو رامنځته کیدو پخلی شوی.

تر دې دمه دا په يوه ورځ کښې د کورونا د ناروغیو تر ټولو زياتې پيښې دي.

تر دې وړاندې د چارشنبې په ورځ دکرونا د ۲۰۷۵۹ پېښو پخلی شوی ؤ۔ دا په روانه اوونۍ کې دوهم ځل دی چې په یوه ورځ دکرونا وایرس دومره زیاتې مثبتې پېښې مخې ته راغلي دي او په ګرده امريکه کښې په يوه ورځ کښې د مثبته پيښو تر ټولو زياته شميره هم دا ګڼل کیږي.

د زيارت يا د پنجشنبې په ورځ د کيلیفورنیا والي ګیوین نیوسم يو نوی سیمه ییز په کور د ناستي امر اعلان کړی ؤ چې د رياست په هغو سيمو کښې به ۲۴ ساعته کښې دننه نافذ کيږي په کومو سيمو کښې چي د کرونا د رنځورانو له امله په هسپتالونو کښې د انتهائي نګهداشت څانګې يا آئي سي يوز کښې ۸۵ فيصده کټونه له ناروغانو ډک شي.

ګورنر وئيلي وؤ چې هغه سيمې چرته چي په آئي سي ېوز کښې د مريضانو يا رنځورانو لپاره د ۱۵ فيصده نه لږ کټونه پاتې شي هغه سيمو کښې به د دريوؤ اوونیو لپاره په کور د ناستي امر پځائ کيږي۔

ددې امر له مخې ګورنر رياست په پينځو لويو سيمو شمالي کيلي فورنيا، سويلي کيلي فورنيا، سان جاکوين وادي، سان فرانسسکو بي ايريا او لويه سکرامنټو کښې ویشلی دی.

د دي نوي امر په اساس به د هرې کچې په شخصي غونډو بنديز وي او خلک به ۱۰۰ فيصده ماسکونه اچوي او يو بل څخه شپږ فوټه فزيکي فاصله باوري کوي .

ددې ترڅنګ به هر هغه کاروبار تړل کیږي چې له امله یې روزمره ژوند اغيزمن کيږي.

په بي ايريا کښې ددې نوي امر لاندي د بهر په خوړو، دشخصي پاملرنې په خدماتو لکه د ویښتو او نوکانو جوړولو په دوکانونو، د لوبو ميدانونو، بارونو، شراب خانو او سينيما ګانو په خلاصولو بندیز لګول شوی خو ريستورانټونه به خلکو ته کورونو دپاره د خوراک ورکولو په غرض خلاص وي.

بل خوا د رياست په کچه د ګورنر له اړخه د نوي امر مطابق د خوراکي توکو په ګډون سره د پرچون هر رنګ دوکانونه به کاروبار لپاره خلاص وي خو د عامو حالاتو په مقابله کښې د ۲۰ فيصده نه زيات خلک په يو وخت د يو بام لاندې نه شي راټوليدی.

يوه مياشت وړاندې په څلورم نومبر کيليفورنيا کښې د روغتیا محکمې چارواکو د کرونا وایرس د۴۵۶۶ پيښو پخلی کړی ؤ او يوه مياشت وروستو په څلورم دسمبر یې څه دپاسه د ۲۲۰۰۰ مثبتو پيښو پخلی کړی دی.

دا په يوه مياشت کښې د کرونا د رنځورانو په شمير کښې ۳۸۰ فيصده زياتوالی ښایي .

د جمعي په ورځ د رياست په کچه په روغتونونو کښې د ناروغانو شميره ۹۹۴۸ هم تر ټولو نورو وختونو لوړه وه،دا شميره په تيرو ۲۴ ساعتونو کښې ۵۔۲ فيصده زياته شوې ده.

دا مهال په کيلي فورنيا رياست کښې د ۱۹۶۷۳ مړو په ګډون ۱۲۸۳۷۱۴ خلک ددې ناروغۍ ښکار شوي دي.

د سرکاري اټکل له مخې په بي ايريا کښې د کرونا وایرس دتصديق شوؤ پيښو شميره ۱۶۱۰۱۱ ده او تر دي دمه ۲۰۱۴ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG