لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ:‌ نړۍ اوس هم د بشري حقونو له ناوړه سرغړونو سره مخ ده


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر خلکو ږغ کړی چې د دسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ، د دسمبر پینځلسمه د امریکې د بشري حقونو د قانوني مسودې ورځ او د دسمبر له شپږمې د بشري حقونو اوونۍ د مناسبه غونډو او فعالیتونو په بڼه ولمانځي.

صدر ټرمپ د بشري حقونو د ورځې په مناسبت پخپل ځانګړي پیغام کې ویلي، 72 کاله کېږي چې امریکې او ملګرو ملتونو د بشري حقونو قوانین منظور کړي خو وایي اوس هم په نړۍ کې د بشري حقونو سرغړونې روانې دي:

"نړۍ اوس هم پر ښځو د ظلم، جبري کار، نسل پرستۍ، قومي او مذهبي تعصب په ګډون د بشري حقونو له ناوړه سرغړونو سره مخ ده".

ولسمشر ټرمپ وایي حکومت یې پر هر محاذ د ناانصافیو په ضد مبارزه کوي او پر نورو ازادو ملتونو هم ږغ کوي چې د خپلو خلکو منل شویو حقونو ته درناوی ولري. صدر ټرمپ وایي په نړۍ کې د تشدد د ختمېدو لپاره مذهبي او فکري ازادۍ ډېره مهمه ده:

"ما په وروستیو کې د مذهبي ازادۍ یو ځانګړی فرمان لاسلیک کړ، چې په امریکایي ډیپلومېسۍ کې بنیادي ازادیو ته لومړیتوب ورکوي او دا تسلیموي چې په نړۍ کې د انسانانو په ضد د تشدد او جرمونو په کموالي کې مذهبي ازادیو ته باید وده ورکول شي".

ولسمشر ټرمپ وایي سږ کال یې د آنلاین سنسرشپ د مخنیوي یو فرمان هم لاسلیک کړ، چې پر سوشل مېډیا او نورو محاذونو په امریکا او له امریکې دباندې د خلکو د اظهار د ازادۍ تحفظ کوي او د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوی کوي.

صدر ټرمپ په خپل بیان کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې د چین مذهبي اقلیتونه مذهبي ازادي نه لري، خو دا تورونه یې چین بیا- بیا رد کړي او له امریکې یې غوښتي چې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

XS
SM
MD
LG