لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف: په پاکستان کې جمهوریت د امریتونو ښکار شوی او بيا بيا د ائين سرغړونه شوې


د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مخالفه ګوند مسلم ليګ ن مشر نواز شریف ويلي، دا هغه پاکستان نه دی چې علامه اقبال يې خوب ليدلی ؤ.

نوموړي د اتوار/ يکشنبې په ورځ د خپل ګوند د ټولنيزو رسنیو غونډې ته په وېنا کې ویلي، په پاکستان کې تراوسه پورې يو منتخب وزیراعظم هم خپله ائيني موده نه ده پوره کړې.

هغه ويلي هر څو کاله پس جمهوريت د امریت ښکار شوی او بيا بيا د ائين سرغړونه شوې ده. د پاکستان جوړؤنکي غدار ګرځول شوي، ياد مشران جېلونو ته اچول شوي او ځينو ته غله ويل شوي دي.

نواز شريف په خپله درې ځله د پاکستان وزیراعظم پاتې شوی خو کله يې هم د ائين مطابق د وزيراعظمۍ پينځه کاله موده نه ده پوره کړې او د ا وخت هم د هغه پرضد د بډو رشوتونو مقدمې روانې دي.

نوموړی چې دا وخت په لندن کې دی، ګوند يې په پاکستان کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د جوړ پاکستان ډېموکرېټک مومنټ [پي ډي اېم] غورځنګ مهم غړی دی.

ياد تحريک د حکومت پرضد جلسې روانې کړي او وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به په قلاره نه کښېني.

خو بل لور ته بیا د پاکستان تحریک انصاف حکومت او وزيراعظم عمران خان په خپله د پي ډي اېم په اړه وايي څو ګوندونه د حکومت پرضد رايو ځای شوي او د دغه لارې د خپلو مشرانوکړې غلاګانې پټول غواړي.

عمران خان بيا بيا دا خبره هم کوي چې مخالفه ګوندونو او چا ته به هم اېن ار او ور نه کړي.

پي ډي اېم د تحریک انصاف د حکومت پرضد څو جلسې کړي، په وروستيو کې يې ویلي د پارلیمان نه په ګډه د استفعاګانو ورکولو په خبره غور کوي او د کال 2021 په جنورۍ کې د حکومت پرضد اسلام اباد ته د لاريون اعلان هم کړی دی.

پي ډي اېم د عمران خان حکومت ته [سلېکټډ] يا خوښ کړی شوی حکومت وايي او د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو يې په سياست کې د لاس وهنو تورونه لګولي خو پوځ دغه تورونه رد کړي او وايي بايد ادارې د سياسي مخالفتونو منځ را نه وستل شي.

نواز شریف په وېنا کې دا خبره هم کړې چې ايا دا هغه پاکستان دی چې قايداعظم جوړ کړی ؤ؟.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG