لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د بې غورۍ په سرد شپږو ناروغانو په مړينه اووه چارواکي معطل کړی شوي


د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د پېښور په خېبرټيچينګ روغتون کې چې د اکسيجن ګېس د نشتوالي له امله شپږ ناروغان مړه شوي په دغه بې غورۍ يې د روغتون د مشر په ګډون اووه چارواکي معطل کړي دي.

د خېبرپښتونخوا د پېښور په دوېم غټ تدريسي روغتون [خېبرټيچنګ هسپتال] کې د اکسيجن ګېس د نشتوالي له امله د شپږو ناروغانو د مړه کېدو ويل شوي وو.

د يادې پېښې رامنځته کېدل د صوبې د تحریک انصاف حکومت منلي او د پلټنو په اړه د صوبې د صحت وزير تېمور سليم جګړا د کمېټۍ جوړولو ويلي ؤ.

نوموړي نن په ټويټر هغه رپورټ خپور کړی چې د پېښې په اړه پکې د پلټنو تفصيل ويل شوی دی.

په رپورټ کې منل شوې چې په روغتون کې د اکسيجن دنشتوالي امله پينځه ناروغان چې په کرونا اخته ؤ او بل په حساسه وارډ کې داخل ؤ، د اکسيجن د نشتوالي له امله دغه شپږ تنه مړه شوي وو.

په رپورټ کې ويل شوي په روغتون کې د اکسيجن د شته ټېنکۍ د ختمېدو په صورت کې بله متبادل ټېنکۍ يا نظام هم نشته.

جګړا ويلي د دغه پېښې د پلټنو او رپورټ خپرولو په اړه يې ژمنه کړې او پوره يې کړه.

په ياد رپورټ کې ويل شوي د لومړو پلټنو نه مالومه شوې چې پېښه د بې غورۍ له امله شوې او په دغه تور کې يې د روغتون مشر او د اکسيجن د نظام سره اړونده شپږ چارواکي معطل کړي او ويل شوي په دغه اړه به پوره پلټنې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG