د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د بې درکه کسانو د يوې قضيې په اورېدنه کې عدالت ته ويلي د بې درکه تن ساجد محمود کورنۍ ته به د خرڅ دپاره د میاشتې په سر روپۍ ورکوي.
د پاکستان د بشري حقونو تنظیمونو دغه پرېکړه ستايلې خو وايي انصاف به هغه وخت وشي چې بې درکه کسان پېدا شي.
ساجد محمود چې سافت وئير انجينير دی او په کال 2016م کې د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ.
د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهرمن الله د ساجد محمود د بې درکۍ د قضيې په اورېدنه کې ويلي حکومت د هغه په مالومولو کې پاتې راغلی دی، او بيا اټارني جنرل عدالت ته ویلي حکومت به د هغه کورنۍ ته د میاشتې په سر يو لک پينځه زره روپۍ ورکوي.
د بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکې امنه مسعود جنجوعه وايي، بې درکه تن ته هغه وخت انصاف ترلاسه کېدی شي چې هغه وموندل شي کورنۍ ته يې وسپارل شي او ازاله يې وشي.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل عدالت يواځې د بې درکه تن کورنۍ ته د تاوان ورکولو نه ؤ ويلي بلکې دا یې هم ويلي ؤ هغه ادارې او کسان دې په ګوته کړی شي د چا د نااهلۍ له سببه چې ساجد محمود نه دی موندل شوی.
عدالت په کال 2018م کې مرکزي حکومت ته امر کړی ؤ چې د ساجد محمود کورنۍ ته د میاشتې په سر روپۍ ورکوي، خو ويل کيږي دغه امر تراوسه نه ؤ عملي شوی.
راپورونه وايي د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي د ياد امر په نه عملي کېدو د ستمبر په میاشت کې د کورنیو چارو سيکرټري ته د عدالت د سپکاوي امر جاري کړی ؤ.
امنه مسعود جنجوعه دعوه کوي په پاکستان کې د اووه زرو نه تر اته زرو پورې کسان په زوره بې درکه کړی شوي چې پکې ځينې کسان موندل شوي خو وايي دا شمېره بيا هم سېوا کيږي.
راپورونه وايي د اسيايي هېوادونو نيپال او سري لنکا سره د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې د بې درکه کسانو کورنیو ته د حکومت لخوا تاوان ورکول کيږي خو په پاکستان کې تراوسه چا ته دا تاوان نه دی ورکړی شوی.
په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکي وايي په ملک کې که څوک هم د بشري حقونو د سرغړونو په اړه غږ پورته کوي د سخت فشار سره مخ کيږي.
په پاکستان کې په زوره د بې درکيو تورونه په استخباراتي ادارو لګول کيږي خو حکومت وخت په وخت دغه تورونه ردوي، بل لور ته د بې درکه شوؤ يو شمېر کسانو کورنيو عدالتونو ته خواستونه هم کړي چې خپلوان دې يې وموندل شي.
د پاکستان حکومت په کال 2011 کې د بې درکه کسانو په اړه يو کمېشن جوړ کړی او ياد کمېشن تېره مياشت په خپل يو رپورټ کې ویلي ؤ چې د نومبر 2020 د 20م نېټې پورې ورسره د بې درکه کسانو 6854 مقدمې درج شوي او ويل شوي ؤ د نومبر د 30م پورې کمېشن 4782 مقدمې سر ته رسولي دي.
خو د بشري حقونو تنظميونه د ياد کمېشن په دنده هم پوښتنې راولاړي چې خپل کار سم نه ترسره کوي.