لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان کې عيسايي جرنلېسټ قېص جاوېد په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې نامالومو کسانو عيسايي جرنلېسټ قېص جاوېد د کور په وره کې په ډزو وژلی دی، هغه به خپل وېب ټي وي چېنل چلولو.

د وژل شوي قېص جاوېد د کورنۍ يو تن ياسر يعقوب وايي تېره شپه اته بجې چې هغه کور ته راورسېدو شاته پسې يو تن راغلو او دی لا د موټر سايکل نه کوز شوی نه ؤ چې ډزې يې پرې وکړې او چې دوی بيا هغه روغتون وړلو په لاره کې يې ساه ورکړه.

د ډېره اسماعیل خان د کېنټ پوليس تاڼې [اېس اېچ او] مشر عبدالغفار وايي د قېص جاوېد د وژنې مقدمه د نامالومو کسانو په ضد درج کړی شوې ده.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د پېښې پلټنې يې پېل کړی خو په سمدستي توګه نه ده مالومه شوې چې د دې وژنې علت څه دی.

په سيمه کې جرنلېسټ سعيدالله مروت چې د يو شخصي ټيلي ويژن سره خبريال دی وايي قېص جاوېد ورسره نزدې لس کاله د کېمره مېن په توګه دنده ترسره کړې او هغه يې د يو تکړه کار کوونکي په توګه يادوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل قېص جاوېد خواهش لرلو چې په خپله د کېمرې مخې ته راشي او بيا يې ځان ته وېب ټي وي [عهدنامه] خلاص کړو.

د جرنلېسټانود نړيوال تنظيم ار ايس ايف د پاکستان څانګې مشر اقبال خټک وايي د قېص جاوېد وژنه د اندېښنې وړ ده په رياستي کچه د ښه او بدو جرنلېسټانو توپير روان دی چاته ښه او چاته بد ويل کيږي او د هغې نتيجه د قېص جاوېد په شکل کې مخې ته راغله.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل تر څو چې د جرنليسټانو په اړه رياستي رويه بدله شوي نه وي جرنلېسټان به د داسې حالاتو سره مخ وي.

هغه وويل په پاکستان کې جرنلېسټان د سخت فشار سره مخ دي، هر وخت ورته ګواښونه کيږي او ډېر په سختو حالاتو کې جرنلزم کوي او که څوک سختې پوښتنې راولاړوي نور د سختو حالاتو سره مخ کيږی.

په پاکستان کې دننه او بهر د مطبوعاتو د ازادۍ ادارې وایي چې د تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال رسنۍ او جرنلسټان تر بل هر وخت زیات بندیزونو سره مخ دي، چې وایي له کبله یې نه یواځې د بیان ازادي تر پښو لاندې شوي بلکې ګڼ شمېر خبریالان هم له بې روزګارۍ سره مخ شوي دي.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان تېر کال د امریکا د سفر په مهال دعوه کړې وه چې پاکستاني مطبوعات د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG