لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا وایرس نور 89 تنه مړه کړي، پېښې ورځ تر بله سېوا کيږي


په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله د کرونا وايرس مړينې ورځ تر بلې سېوا کيږي او په تيرو 24 ساعتونو کې نور 89 تنه دکرونا څخه مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه د 89 مړينو سره په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 8487 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه په شپږم دسمبر 37، په پينځم دسمبر 58 او په څلورم دسمبر 44 تنه مړه شوي وو.

ویل شوي په تير شوا روز کې په نورو 2885 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې د کرونا پېښې تر ټولو زياتې په کراچۍ کې رپورټ کيږي.

په کراچۍ کې د بېلابيلو روغتونونو ډاکټرانو په خبري غونډه کې ویلي، نه خو حکومت سختي کړې چې بندېزونه يې لګولی وی د ګڼې ګوڼې په ټولو ځايونو کې يې سختي کړی وی او نه بيا خلکو په خپله احتياط کړی دی.

د ډاکټرانو په وېنا په کراچۍ کې په روغتونونو کې د کرونا د ناروغانو دپاره ځای نشته چې ناروغان پکې داخل کړی شي او زياتوي که خلک اوس هم احتياط ونه کړي نو په تېزۍ سره روانه دا وبا به نوره ډېره سېوا شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر په میاشت کې ویلي ؤ که دا ځل په هېواد کې کرونا وایرس زیات هم خور شي خو حکومت به کارخانې او کاروبارونه نه بندوي ځکه چې هېواد توان نه لري چې پوره لاک ډاؤن يا ټولبند وکړي.

خو حکومت بيا په 23 نومبر په ملک کې د 26م نومبر څخه د تعلیمي ادارو تړلو اعلان کړی ؤ.

د پاکستان د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود اعلان کړی ؤ چې د کرونا وبا د مخنیوي په لړ کې پرېکړه وشوه چې د 26م نومبر نه به تر 11 جنورۍ 2021 پورې د پاکستان ټولې تعليمې ادارې بندې وي د کور نه به زده کړې روانې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG