لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پښتنه ټولنه کې د ښځو سره د سړو ناسمه رويه د دوی قابليت ضايع کوي، فعال او ښځې وايي


په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو کار کوونکي وايي په پښتنه ټولنه کې د ښځو د پاره ټولنیز چلند هلته یو څه بدل شوی چرته چې د تعليم کچه سېوا ده، خو په لرو پرتو علاقو کې ښځې اوس هم د زياتو حقونو څخه محرومه دي.

د خېبر پښتونخوا په يوه سرکاري محکمه کې کار کوونکې بينش جمشېد وي او ای ډيوه ته وويل چې اوس هم د نارينوؤ په رويو کې د ښځو د پاره څه خاص بدلون نه دی راغلی د کوم له امله چې ښځې د ذهني فشار سره مخ دي او په ځانګړي ډول بيا د قبايلي علاقو ښځې چې کولی شي په ټولنه کې د پرمختګ رول ولوبوي، محرومه پاتې کيږي.

" دلته خو چې سړي کومه خبره کوي نو هغه غوره ګڼلی شي او د ښځو په فېصله کولو کې څه اختيار هم نه وي، چې کوم تاسو د ټولنيز چلند خبره کوې نو کله چې ته د کور نه وځې کنه نو څومره لاره باندې چې ته تېرېږې او څومره خلک تاته ګوري کنه هغه ټول په ځورولو [هراسمنټ] کې راځي، هغه تاسو ته سترګو نه ګوري هغه تاسو ته لاس دروړي نو دا ټول په ځورولوکولو کې راځي او دا مسله ټولو ښځو سره ده که هغه نوکري کوي يا نه".

په پېښور کې مېشت د بشري حقونو فعال قمر نسيم وايي د خېبرپښتونخوا په لرو پرتو سيمو کې مېرمنو ته که تعليم ورکړل کېږي هم، نو هغوی بيا د خپلې خوښې نوکرۍ او د ژوند کولو ته اختيار نه لري. په کوم کې چې د موجوده نصاب او د ټولنې د رواياتو غټ لاس دی۔

" په سکول کې ماشوم ته دا ښودلې کېږي چې مېرمنې به په کور کې وي او نارينه به بهر وي او با اختياره به وي، نو زمونږه چې کوم په نصاب کې بدلون دی او بيا ورسره چې کوم د علماؤ کرادر جوړېږي چې کوم حقوق اسلام ښځو ته ورکړي دي که د تعليم حق دی، که د روزګار کولو حق دی، که د خپلې خوښې د واده کولو حق دی، زمونږه ائين د مېرمنو او سړو بېلا تفريق د حقوقو ضمانت ورکوي نو چې کله دا ائيني او اسلامي حقوق ورکړل شي نو دا مسلې به په خپله ختمې شي".

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو د پاره د جوړ کمېشن د مالوماتو ترمخه دوی ته زياتره د مېرمنو لخوا په جايداد کې برخه نه ورکول، په دوی تشدد کېدل، دوی ته نفقه نه ورکول او د خاوندانو لخوا د دوی نه د ماشومانو اخستو په اړه رپورټونه کيږي.

د ياد کمېشن يوه مشره امينه دراني وي او ای ډيوه ته وويل چې دلته په ټولنه کې د ښځو سره د سړو د خراب ټولنيز چلند د مخنيوي د پاره يو څه قوانين موجود دي او په ځينو کار روان دی چې د صوبايي اسمبلۍ نه به منظور کړل شي۔

" چې کوم کورنی تشدد دی د هغې (مخنيوي) د پاره مونږه د 2017 نه يو قانون باندې کار شروع کړی هغه د کابيني نه منظور کېدو وروسته اسمبلۍ ته پېش شوی دی، دې نه علاوه په زوره واده کولو پرضد صوبايي حکومت د غږ قانون منظور کړی او هغې سره دغه مسله ډېره قابو شوې ده، دې نه علاوه مونږه د سمګلنګ يا قاچاق کولو باندې هم کار روان دی، دې سره سره مونږه په ښځو د تېزاب اچولو مخنيوي د پاره په قانون کار کوو" .

پوهان وايي په پاکستان کې د کارو روزګار او دندو ټولو واک اختيار سړي د ځان سره په لاس کې ساتي ښځې پکې د نشت برابر دي.

پوهان وايي که د ښځو دپاره سړي خپلې رویې سمې کړي او که د فېصلو اختيار ورکړي نو ورسره به د پښتنې ټولنې په مجموعي ژوند ښې اغېزې وي.

XS
SM
MD
LG