لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان په کېچ ضلع کې د پینځو تنو مړي موندل شوي‌ دي


واشنګټن ــــ د ایران پولې ته نیژدې د کېچ ضلعې له تربت سیمې څخه د پینځو تنو مړي موندل شوي چې ویل کېږي ټول په ګولۍ ویشتل شوي دي خو تر اوسه د پېښې علت نه دی څرګند شوی.

د کېچ ضلعې لېویز چارواکي وایي چې درې مړي د سیمې له عبدویي سیمې تر لاسه شوي او دوه نور بیا د دې سیمې له هیرونک سیمې تر لاسه شوي دي.

د ضلع کېچ یوه لوړپوړي چارواکي په کوټه کې د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، لومړي درې کسان د کېچ په عبدویي سیمه کې له امنیتي عسکرو سره په نښته کې وژل شوي دي.

دغه چارواکی وایي چې په دغو وژل شویو کسانو کې دوه تنه د کېچ د تمپ سیمې اوسېدونکي دي خو درېیم تن لا نه دی پېژندل شوی.

که څه هم امنیتي ادارې دعوه کوي چې دغه کسان له امنیتي عسکرو سره په نښته کې وژل شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې او نه یې د کورنیو له خوا په دې اړه څه ویل شوي دي.

د کېچ انتظامي چارواکي وایي چې د کېچ له هیرونک سیمې تر لاسه شوي مړي هم پېژندل شوي‌ دي چې وایي‌ کم عمره ځوانان دي خو د دوی د مړینې سبب یې نه دی ویلی او وایي چې د دوی مړي تر یو پله لاندې موندل شوي دي.

کېچ د مکران ډیویژن برخه ده چې له تېرې یوې لسیزې امنیتي حالات پکې خراب دي، په دغو سیمو کې خپلواکي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې زیاتې فعالې دي چې پر امنیتي ادارو د بریدونو ذمه وارۍ اخلي.

په روان کال کې په بلوچستان کې تر ټولو زیات وسلوال بریدونه په کېچ ضلع کې شوي دي، امنیتي ادارې وخت په وخت د دغو وسلوالو بلوڅانو په ضد عملیات هم کوي خو ملتپال بلوڅان بیا دعوه کوي چې د امنیتي ادارو په عملیاتو کې تل بېګناه خلک اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG