لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داطلاعاتو کمیشن دپاکستان دپوځي جنرالانو اؤ افسرانو دشتمنیو اؤ جائیدادونو په اړوند معلومات غوښتي


دپاکستان داطلاعاتو کمیشن دبشري حقونو دفعال پخواني سینټر فرحت الله بابر اؤ دیو شمیر نورو مدني فعالانو په غوښتنه دهیواد ددفاع وزارت څخه په ۱۰ ورځو کې دننه دپوځ دلوړپوړو چارواکو دګټې وټې،جائیدادونو اؤ شتمنیو ،دهغوئ لخوا د ورکړل کیدونکو ټیکسونو اؤ دریټائرمنټ نه وروسته دوئ ته د ورکړل کیدو مراعاتو اؤ پلاټونو په اړه معلومات غوښتي دي.

یاد کمیشن خبرداری ورکړی دی چې که په لسو ورځو کې دعریضه کوونکو دغوښتنې په اساس دپوځي جنرالانو اؤ نورو افسرانو په بابله معلومات مخې ته رانه وړل شول نو ددفاع د وزارت داړونده چارواکو په ضد به ګامونه اخستل کیږي.

ښاغلي فرحت الله بابر داطلاعاتو دکمیشن دا پرېکړه ستائیلې اؤ وایي باید ولس ته هغه قانون وښودل شي چې له مخې یې یو جنرال ته له ریټائر کیدو وروسته هیواد کې سل جریبه د کروندې زمکه ویړیا ورکړل کیږي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې ددفاع وزارت ته دمیرمنو دیو سازمان(وومن ایکشن فورم)دغړو اؤ څو نورو وګرو لخوا دپوځ دافسرانو دشتمنیو مخې ته د راوړل کیدو په هکله عریضې شوې وې خو یاد وزارت په دغه هکله معلوماتو ورکولو څخه انکار کړی ؤ.

په راپور کې راغلي وروسته دیاد سازمان غړو اؤ ځېنو نورو وګرو داطلاعاتو دلاس رسي کمیشن ته اپیلونه کړي وؤ چې دپوځي مشرانو دامدن،شتمنیو ،ټیکسونو،جائیدادونو اؤ د ریټائرمنټ نه وروسته هغوئ ته د ورکړل کیدونکو پلاټونو اؤ نورو اسانتیاؤ‌ په بابله باید هغوئ ته معلومات ورکړل شي.

راپور کې راغلي چې د۳۴ پاڼو په دغه اپیلونو خپله پرېکړه کې داطلاعاتو کمیشن ددفاع وزارت ته ویلي چې دا د ولسي اطلاعاتو دافسر ذمه واري ده چې هغه معلوماتو دلاس رسي دقانون ۲۰۱۹م د دریمې مادې په اساس په ورکړل شوؤ عریضو جواب ورکړي.

یاد کمیشن وایي دا معلومات دحساسې بڼې نه بلکې د ولسي بڼې دي اؤ معلوماتو ته دلاس رسي دقوانینو ۲۰۱۹ د دریمې مادې په اساس د ولس په غوښتنه باید دا معلومات هغوئ ته ورکړل شي.

پاکستان کې وخت په وخت په مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راځي‌ چې دهیواد دکلیز بجټ زیاته برخه پوځي لګښتونو ته ځانګړې کیږي خو له دې ور په اخوا چې دپوځ جنرالان دنوکرۍ اؤ بیا له ریټائرمنټ وروسته کوم مراعات،جائیدادونه اؤ پلاټونه ترلاسه کوي دهغې په هکله هیڅ معلومات د ولس مخې ته نه راځي.

د راپور له مخې کومو کسانو چې داطلاعاتو دکمیشن څخه دپوځي افسرانو دشتمنیو مخې ته د راوړلو په هکله معلومات غوښتي هغې کې فرحت الله بابر،انیس هارون، هلدہ سعید، نګهت سعید خان، ډاکټر عبدالحمید نیر، نائیلہ ناز، عظما نوراني، میمونہ رؤف خان، نسرین اظهر، نسرین ایل صدیقي، ربینہ سیګل، ماریا راشد، کوثر ایس خان اؤ نازش بروهي شامل دي.

داطلاعاتو دکمیشن ددفتر څخه دددفاع وزارت ته وینا شوې ده چې په ۱۰ ورځو کې دننه باید دعریضه کوونکو لخوا غوښتل شوي معلومات هغوئ ته ورکړل شي.

کمیشن ددفاع وزارت ته دا خبرداری هم ورکړی چې که چرې کوم اړونده افسر یاد معلومات عریضه کوونکي ته ورنکړل نو په هغه به جرمانه لګولی شي.

دپوځي جنرالانو اؤ د نورو لوړ پوړو افسرانو دشتمنیو په بابله معلومات غوښتونکی دپاکستان دسینیټ پخوانی غړی اؤ دبشري حقونو فعال ښاغلی فرحت الله بابر وایي ډیره اړینه ده چې باید ولس ته روښانه کړل شي چې دپوځ مشران څومره شتمنۍ لري،ګټه وټه یې څه ده،څومره ټیکسونه ورکوي اؤ له ریټائرډ کیدو وروسته کوم مراعات ترلاسه کوي؟

هغه وایي کله چې په کال ۲۰۱۶م کې دپوځ پخواني سرلښکر جنرال راحیل شریف ته ۱۰۰ جریبه د کروندې زمکه ورکړل شوه نو هغه وخت هم هغه په پارلیمان کې غوښتنه کړې وه چې باید وښودل شي جنرال راحیل ته د کروندې دا سل جریبه زمکه د کوم قانون لاندې ورکړل شوې وه؟

په کال ۲۰۱۶ کې چې کله دپوځ پخواني سرلښکر جنرال راحیل شریف ته د کروندې دسل جریبه زمکې ورکولو موضوعاتو پارلیمنټ کې سر راپورته کړی ؤ نو هغه مهال دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي وؤ چې جنرال شریف ته دا زمکه دقانوني لارې ورکړل شوې ده اؤ پوځ کې هر ګام دیو قانون لاندې اخستل کیږي.

خو فرحت الله بابر وي او ای ډيوه ته وویل که چرې پوځي جنرالانو ته دنورو ګڼ شمیر مراعاتو ترڅنګ د سوؤنو جریبه زمکو د ورکولو قانون موجود وي خو باید هغه خلکو ته وښودل شي اؤ که دا زمکې اؤ مراعات په غیر قانوني ډول ورکړل کیږي نو پرې باید ولس خبر وي.

هغه وویل که داسې هر جنرال ته له ریټائرمنټ نه وروسته سل،سل جریبه د کروندې زمکې ورکړل کیږي نو بیا خو به دپاکستان په څېر یو زرعي هیواد کې د کروندې زمکې ختمې شي.

دمیرمنو سازمان وومن ایکشن فورم هم داطلاعاتو دکمیشن دپرېکړې هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ ددفاع وزارت نه دپوځ دسرلښکر،نورو جنرالانو،بریګیډئیرانو،دهوایي پوځ دمشر،هوایي مارشلانو اؤ دهوایي پوځ دنورو لوړ پوړو چارواکو په اړوند معلومات غوښتي وؤ خو کله چې ددفاع وزارت لخوا څه مثبت ځواب مخې ته رانغلو نو هغوئ داطلاعاتو کمیشن ته مخه وکړه.

دډبلیو ای ایف بیان له مخې ددفاع وزارت عریضه کوونکو ته ویلی وؤ چې کوم معلومات هغوئ غوښتي هغه د قانون د اوومې مادې(ایي) په اساس د ولسي ریکارډ څخه ویستل شوي چې ددفاعي ځواکونو،دفاعي تنصیباتو اؤ دقامي سلامتۍ په اړه دمعلوماتو عام کولو نه استثنا ورکوي.

خو ډبلیو ای ایف وایي چې د ولس ګټې دائین په حفاظت وګړو ته په یوشان حقونو او ریاستي واکونو ورکولو کې دي.

په پاکستان کې زیاتره وخت د سیاسي مشرانو لخوا نیوکې کیږي چې هیواد کې یوازې سیاسي مشران داحتساب سره مخ کیږي اؤ دپوځي جنرالانو اؤ ججانو سره هیڅ حساب کتاب نه کیږي خو پوځ بیا وایي چې دغه اداره کې خپل داحتساب یو کوټلی نظام وجود لري.

XS
SM
MD
LG