لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د امریکې ارزونه رد کړې چې په دې هېواد کې یې مذهبي ازادي د اندېښنې وړ بللې


واشنګټن ــــ پاکستان د امریکې هغه ارزونه "خپلسرې او چڼلې" بللې او رد کړې یې ده چې په یوه رپوټ کې یې د نورو هېوادونو تر څنګ په دې هېواد کې هم د خلکو پر مذهبي ازادیو ځانګړې اندېښنه څرګنده کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ په بیان کې ویلي، دغه ارزونه "په بشپړه توګه د مځکنیو حقایقو خلاف ده" او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د مذهبي ازادیو د ارزونې بهیر پر اعتبار یې شک څرګند کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري لیکلي "پاکستاني ټولنه د ګڼو مذهبونو او ګڼو فکرونو ټولنه ده چې د بین المذهبي همږغۍ روایت لري. زموږ په آیین، قوانینو، پالیسۍ او انتظامي چارو کې د مذهبي ازادۍ او د اقلیتونو د خوندیتوب ضمانت ورکړل شوی دی".

په بیان کې ویل شوي چې د مذهبي ازادیو پر سر د ځانګړې اندېښنې په نوملړ کې "پر هند سترګې پټې کړل شوې" دي، وایي دا ډول پر ګومان ولاړ ارزونه په نړۍ کې مذهبي ازادۍ ته وده نه شي ورکولای.

امریکې د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان، سعودي عرب او چين په ګډون څو نور هېوادونه د مذهبي ازادۍ په لړ کې د اندېښنې وړ ګرځولي چې په دغو هېوادونو کې په منظمه توګه د مذهبي ازاديو سرغړونه کيږي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپېو وړمه ورځ ويلي، دغه هېوادونه یې د مذهبي آزادۍ په اړه د نړيوال قانون 1998م کال به بنیاد د اندېښنې وړ بللي او وایي امریکا د مذهبي ازادۍ په اړه په خپله ژمنه کلکه ولاړه ده او هيڅ يو هېواد يا ادارې ته به اجازه ور نه کړي چې د عقيدې په بنياد د خلکو په ځورولو امریکا غلې پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي امریکې له دې حقایقو خبره ده چې پاکستان د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په ترڅ کې پر دې موضوع [مذهبي ازادۍ] ورسره پرله پسې خبرې کړې دي.

په بیان کې ویل شوي چې امریکا ته یې د مذهبي ازادیو پر سر د وروستي رپوټ په تړاو خپل پیغام لېږلی دی.

د امریکې کانګرس د دسمبر پر اوومه نېټه یوه بله قانوني مسوده هم منظوره کړې چې پکې د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د مذهب د سپکاوي د قانون د ختمېدو غوښتنه پکې شوې وه. په دې مسوده کې ویل شوي چې دغه قانون د خلکو د ځورولو او وژلو لپاره په ناوړه توګه کارول کېږي.

امریکې دغه اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې روان کال د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو سازمان په ملک کې د مذهب د سپکاوي په زیاتېدونکو پېښو اندېښنه ښودلې وه. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل رپورټ کې ویلي وو، په دغه هیواد کې د مذهب د سپکاوي مقدمې زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG