لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سي ای اې پخوانی مشر وایي د اسامه بن لادن په موندلو کې اسرایلو مرسته کړې وه


واشنګټن ــــ د سي ای اې یو پخوانی مشر جان برېنن وایي اسرایلو امریکا ته ځینې معلومات ورکړي وو او د هغه په بنیاد امریکایي ځواکونو وکړای شول چې اسلام اباد ته نیژدې په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن په نخښه کړي.

جان برېنن د اسرایلو له هاریتز ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې که څه هم د اسامه بن لادین په ضد امریکا پخپله عملیات کړي وو خو وایي اسرایلو ورسره د هغه په موندلو کې مرسته کړې وه.

د القاعده ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادین څه دپاسه نهه کاله مخکې د امریکې د ځواکونو او سي ای اې په ګډو عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې وژل شوی وو. د هغه وژنې د پاکستان هغه پرله پسې انکار رسوا کړ چې ویل یې اسامه بن لادن په پاکستان کې نه شته.

د ترکي سرکاري خبري رسنۍ ټي آر ټي وایي، دا د پاکستان د خلکو لپاره یو بل د فکر وړ خبره ده چې څرګنده شوه د اسرایلو ایجنټ تر څه حده د اسامه بن لادن په موندلو کې د امریکې مرسته کړې ده.

د سي ای اې پخوانی مشر جان برېنن وایي د اسامه بن لادن په ضد د عملیاتو لپاره د تیارۍ هڅو څو کلونه واخیستل "او د استخباراتو زرګونه ټوټې پکې شاملې وې چې ځینې د اسرایلو له خوا د هغوی د استخباراتي عملیاتو په نتیجه کې راکړل شوې وې".

ټي آر ټي ورځپاڼه لیکي پاکستان ډاکټر شکیل نیولی چې له سي ای اې سره یې د وېکسین د کمپېن په نامه د اسامه بن لادن د کورنۍ د غړو د وینې د نمونو په اخیستلو کې مرسته کړې وه، خو وایي هیڅ حکومتي یا امنیتي چارواکی په دې تور نه دی سزا شوی چې د اسامه په ضد په عملیاتو کې له استخباراتي ناکامۍ سره مخ شوي وو.

XS
SM
MD
LG