لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا دوېمه څپه: ډاکټران وايي که حکومت سختي او خلک احتياط ونه کړي ډېر تاوان به وشي


په پاکستان کې د صحت پوهان/ ډاکټران وايي په ملک کې د کرونا وبا دوېمه څپه په تېزۍ سره خوريږي، که حکومت په دغه لړ کې سخت ګامونه پورته نه کړه او خلکو احتياط ونه کړو ډېر تاوان به واوړي او په ځانګړي ډول ډاکټران د دغه چېلنج په لومړي سرکې دي.

د خېبرپښتونخوا د دوېم غټ ښار مردان د مېډېکل کمپليکس ډاکټر مختيارعلي وايي يواځې د دوی سره په روغتون کې 12 ډاکټران او طبي عمله په کرونا اخته شوي او دوه ډاکټران دومره سخت شوي چې د اکسيجن ضرورت ورته پېښ شوی ؤ.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل ډاکټران د کرونا وبا په وړاندې په لومړي صف کې دي او د دغه چېلنج سره مخ دي، خلک احتياط نه کوي او چې روغتون ته راځي د کرونا څخه د ځان او نورو د بچ کېدو تدابير په پام کې نه ساتي او دغسې کېدل تر ټولو زيات خطر د ډاکټرانو دپاره دی.

نوموړی زياتوي دا وخت يې په روغتون کې انتظام برابر دی ناروغان ځای کولی شي خو که دا وبا زياتيږي نو دا چېلنج به هم ورسره سېوا کيږي.

هغه وويل که خلک احتیاط وکړي ځان، خپلوان او ډاکټران ټول به د دې وبا نه وژغوري.

د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحاديې ترمخه د کرونا وبا څخه تراوسه پورې په صوبه کې 27 ډاکټران مړه شوي دي، او له دغې نه علاوه د طبي عملې 10 نورو کسانو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د مردان په مېډېکل کمپليکس روغتون کې د کرونا په وارډ کې دنده ترسره کوونکی ډاکټر بلال وايي په روغتون کې د دوه وارډونو نه علاوه په حساسه وارډ کې هم په کرونا وايرس اخته ناروغان داخل دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی په روغتون کې د دې چېلنج سره مخ دي چې د ناروغانو سره يې خپلوان پاتې کېدل غواړي، احتياط نه کوي تر دې چې د دغو ناروغانو سره يو ځای ډوډۍ خوري، او د دغه لارې خلک لګيا دی دا وبا نوره خوروي.

هغه زياته کړه دوی بيا بيا هڅه کوي چې خلک پوی کړي چې دا وبا خطرناکه ده او که خلک احتياط ونه کړي د ډاکټرانو سره په خپلو کورنو کې د مشرانو ژوند په خطره کې اچوي.

د روغتون بله ډاکټره صايمه وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د کرونا دا دوېمه څخه د لومړۍ په مقابله کې تېزه ده، په تېزۍ سره خوريږي.

هغې زیاته کړه بايد ځوانان په ځانګړي ډول احتياط وکړي ځکه چې زيات په ګڼه ګوڼه کې دوی ګرځي که دوی احتياطي تدابير خپل نه کړه دا وبا به نوره خوره کړي.

په پاکستان کې د کرونا وبا څخه تراوسه پورې 8603 کسان مړه شوي او څلور لکه 29 زره 280 کسانو ته دا وايرس ورپورې شوي خو ورسره ویل شوي چې په دې ناروغۍ اخته درې لکه 74زره 301 کسان ترې ښه شوی هم دي.

د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ډاکټران وايي د کرونا په لومړۍ څپه کې د دوی سره د 100 پورې ډاکټران او طبي عمله متاثره شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG