لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې سېنټ د ټرمپ له خوا پر عرب اماراتو د نویو وسلو د خرڅلاو په مخنیوي کې پاتې راغلی


واشنګټن ــــ د امریکې سېنټ پر عرب اماراتو د صدر ټرمپ له خوا د نویو وسلو پر خرڅولو اعتراض شوی چې وایي دا به د منځني ختیځ د سولې تړون ته زیان ورسوي خو پر دې هېواد د 23 اربه ډالرو وسلې د خرڅلاو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

په سېنټ کې په دې اړه تر رایو اچولو مخکې د ریپبلکن ګوند سنېټر رېنډ پال پر عرب اماراتو د وسلو له خرڅولو سره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل "آیا دوامداره امن په نورو وسلو اخیستل کېدای شي؟".

د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې په سېنټ کې دوه قراردادونه وړاندې شول چې یو پکې پر متحده عرب اماراتو د نویو جنګي الوتکو ایف 35 او دویم قرارداد د نویو ډرون الوتکو د خرڅلاو په اړه وو.

د سېنټ په سل تنه غړو کې د رایو په مهال د جنګي الوتکو په اړه لومړي قرارداد په ملاتړ 49 او په مخالفت کې یې 47 رایې واچول شوې، همدارنګه د ډرون الوتکو په اړه د دویم قرارداد په ملاتړ 50 رایې او په مخالفت کې یې 46 رایې واچول شوې او یوه قرارداد هم اکثریت رایې وا نه خیستې.

په سېنټ کې دا قراردادونه په داسې وخت کې له ناکامۍ سره مخ شوي چې ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی وو، که پر عرب اماراتو د ده د وسلو خرڅولو د پلان د مخنیوي هڅه وشوه نو دی به یې له خپل واک څخه په ګټې اخیستو ویټو کړي.

دغه دوه قراردادونه د امریکې د دواړو ګوندونو ډیموکرېټ د سنېټر کرس مرفي او بوب مېنډیز او ریپبلکن سنېټر رېنډ پال له خوا وړاندې شوي وو. دې ته ورته یو بل قرارداد استازو جرګې ته هم وړاندې شوی وو.

د ډیموکرېټ ګوند سنېټر کرس مرفي د سېنټ د غونډې په مهال وویل، امریکا په لومړي ځل د منځني ختیځ پر یو هېواد ایف 35 جنګي الوتکې او ایم کیو ریپر ډرون الوتکې خرڅوي، وایي د وسلو د خرڅلاو په منصوبه کې سلا مشوره ډېره ضروري ده ځکه وایي دا منصوبه چې څومره لویه ده دومره پېچلې هم ده.

سنېټر مېنډیز د سېنټ د بهرنیو اړیکو په کمېټۍ د ډیموکرېټ ګوند استازیتوب کوي، نوموړي د سېنټ غونډې ته وویل:

"د ایران له خوا د امریکې ملي امنیت او ګټو ته په ور پېښو خطرونو زموږ ژور نظر دی خو موږ ته پوهېدل پکار دي چې د ایف 35 الوتکو او ډرون له خرڅلاو سره موږ له کومو خطرونو سره مخ کېدای شو".

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د امریکې په منځګړتوب سږ کال د متحده عرب اماراتو او اسرایلو تر منځ د اړیکو د عادي‌ کولو په اړه یو تړون شوی وو، چې "ابراهم تړون" بلل شوی وو. د دې تړون په اساس د امریکې او اماراتو تر منځ د وسلو تړون هم شوی وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په وینا پر متحده عرب اماراتو د وسلو د خرڅولو دا تړون د 23.37 اربه ډالرو دی چې په هغو کې به یواځې تر لس اربه ډالرو زیاتې د 50 جنګي ایف 35 الوتکو په بدل کې امریکې ته ورکول کېږي.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل تېره میاشت د امریکې له خوا پر متحده عرب اماراتو د وسلو پر خرڅلاو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې دغه وسلې به د یمن په جګړه کې وکارول شي او له امریکې یې غوښتي وو چې خپله دا پرېکړه بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG