لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د دوایانو اداره نن د کرونا وایرس د وېکسینو د منظورۍ په اړه وروستی بحث کوي


واشنګټن ــــ په داسې حال چې په امریکا کې د کرونا وبا نه اغیزمنو خلکو شمېر تر 15.3 میلینه زیات شوی، د امریکا د خوراک او دوایانو اداره به نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د کرونا وایرس پر ضد وېکسین په بیړني حالاتو کې د ورکولو په منظورۍ بحث کوي.

که چېرې د فوډ اېنډ ډرګ اېډمنسټرېشن د اېډواېزرۍ کمېټۍ له خوا د امریکا د دوایانو لویې کمپنۍ فاېزر او د جرمني بایو اېن ټېک کمپنۍ له خوا تیار شوو وېکسینو او د دې سره تړلو نورو دوایانو د ورکولو وړاندیز کیږي، نو دغه اداره به بیا د جمعې یا خالي- شنبې په ورځ خپله اخیرنۍ فیصله ورکوي او امکان دی چې په بیړنيو حالاتو کې د کرونا وېکسینو د ورکولو منظوري ورکړي.‌

که چېرې دغه منظوري کیږي نو وفاقي حکومت به په ګرده امریکا کې د وېکسینو 6.4 میلینه خوراکونه په ګرده امریکا کې تقسیموي او په ګرده امریکا کې به د صحت کارکوونکو ته تر ټولو وړاندې ورکړل کیږي. د امریکا په پوځ کې به هم د صحت کارکوونکو ته په لومړي فرصت کې دغه وېکسین ورکړل کیږي چې ورته به 44 زره خوارکونه ورکړل کیږي.

د پېنټاګان یو ویاند تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، که د اېف ډي اې له خوا د وېکسینو منظوري ورکول کیږي نو په دوو ورځو کې دننه به دوی خپلو خلکو ته دا وېکسین ورکوي.‌ په لومړيو کې به دغه وېکسین خلکو ته په خپله خوښه ورکول کیږي، خو که چېرې دغو وېکسینو ته مکمله لایسنس ورکړل شي نو دا امکان شته چې بیا په هر چا لازمي شي.

نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د کرونا وېکسینو د منظورۍ په اړه د اېف ډي اې دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې تیره ورځ په ګرده امریکا کې له کرونا وایرسه د 3000 نه زیات کسان مړه شوي دي. په تېر یو کال کې دا د کرونا وبا نه په امریکا کې د یوې ورځې تر ټولو زیات مرګونه دي.

د فایزر او بایو اېن ټېک د کرونا وبا پرضد د وېکسینو جوړولو په منډه کې تر ټولو وړاندې وېکسین دي. په ګرده نړۍ کې برتانیه لومړی غربي هیواد دی چې روانه اونۍ پکې په لویه کچه د وېکسینو ورکول شورو شوي دي. د برتانیې حکومت تېره اونۍ د دغو وېکسینو د ورکولو منظوري ورکړې وه.

تیره ورځ کېنېډا هم د فاېزر او بایو اېن ټېک له خوا د کرونا پرضد وېکسینو د منظورۍ اعلان کړی وو چې تر مخه به یې د کینیډا خلک را روانه اوونۍ د کرونا وېکسین ترلاسه کول شورو کړي. د کېنېډا د صحت محکمې په یو بیان کې ویلي، د اکتوبر میاشتې د 9مې نېټې وروسته د دغو کمپنیو له خوا د وېکسینو د جوړولو وروسته یې د یاد وېکسین د خونديتوب او اثر په اړه یې پوره او ازادې پلټنې کړي.

د ادارې د بیان تر مخه "د کېنېډا ولس دې باوري اوسي چې زمونږ د پلټنو د بیا کتنې پروسه سخته وه او دا چې موږ د څارنې یو سخت نظام هم لرو". د تېر ګل- دوشنبې په ورځ د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي وو چې را روانه اوونۍ به دغه وېکسین د کېنېډا 14 مرکزونو ته ورسیږي چې دوه لکه خوراکونه به وي.

د کېنېډا له خوا د فایزر نه د وېکسینو شپږ میلینه خوارکونه غوښتل شوي شوي او د برتانیې او بحرین نه وروسته به دریم هیواد شي چې د فایزر د وېکسینو د ورکولو منظوري به ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG