لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا وا یرس نور 50 تنه مړه کړي او 3047 نور په دې وايرس اخته شوي دي


په پاکستان کې د کرونا وبا دوېمه څپه روانه ده او د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې نور 50 تنه د دې وايرس نه مړه شوي دي.

ويل شوي په نورو 3047 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 2538 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 8653 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه څلور ورځې پرله پسې هره ورځ د 50 تنو څخه زيات کسان مړه شوي دي.

په نهم دسمبر56، په اتم دسمبر 60 او په اووم دسمبر 89 کسان د کرونا څخه مړي شوي وو.

په عېن حال کې چې په ملک کې چې د کرونا وايرس دوېمه څپه روانه ده وزیراعظم عمران خان په مخالفه ګوندونو غږ کړی چې د دوه، درېو میاشتو دپاره غونډې او لاريونونه وځنډوي.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ نوموړي ویلي د مخالفه ګوندونو لاريونونه يې هيڅ نه شي کولی د کرونا وبا خورېدو سره د خلکو ژوند په خطره کې اچوي.

د حکومت د مخالفه 11 ګوندونو جوړ غورځنګ [پي ډي اېم] اعلان کړی په 13م دسمبر د لاهور په مینار پاکستان کې د حکومت پرضد جلسه کوي.

د پي ډي اېم د مهم غړي ګوند مسلم ليګ ن جنرل سيکرټري احسن اقبال وايي د حکومت پرضد د پېل کړي غورځنګ د لومړي پړاؤ دا وروستۍ جلسه ده.

پي ډي اېم ویلي په دوېم پړاؤ کې به په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې کوي او په د جنورۍ 2021 په وروستيو کې به اسلام اباد ته لاریون کوي.

د پي ډي اېم مشران وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې مبارزه جاري ساتي. خو د تحریک انصاف حکومت وايي په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه د خپلو مشرانو د غلاګانو پټولو دپاره مېدان ته راوتي دي او وزيراعظم عمران خان وايي دوی ته به کله هم اېن ار او ور نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG