لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په ميرعلي کې بل تن د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی


د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې يو بل تن په هدف کړی شوی دی، پوليس پېښه تاييد کړې او د پېښې مقدمه يې درج کړې ده.

په ميرعلي کې د هدفي وژنې دا پېښه پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ شوې او د وژل شوي تن نور عبدالله يو خپلوان سيد رحيم پوليس ته د پېښې رپورټ کړی او د هغه په مدعيت کې بيا مقدمه درج کړی شوې ده.

په مقدمه کې ويل شوي د تورو شيشو ګاډی راغلی کسان ترې کوز شوي او په بازار کې يې نور عبدالله په هدف کړی دی، هغه ويلي د عبدالله د چا سره شخصي دښمني نه وه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې سيد رحيم وويل وژل شوي تن به د ګاډو کاروبار کولو او خپله زميداره به یې کوله، وايي پرون په رڼا ورځ کسان راغله او هغه يې ووژلو.

هغه زياته کړه په وزيرستان کې په دوی توره تياره ده هره ورځ خلک وژل کيږي او هیڅ درک یې نشته.

هغه وويل د نور عبدالله کورنۍ په غم کې ډوبه ده او د مړي د غم نه سېوا په دې غم کې دي چې هغه چا ووژلو.

د پېښې په اړه د میرعلي تاڼې محرر منېر احمد وایي مقدمه درج شوې او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په وروستيو کې د هدفي وژنو پېښې سېوا شوي او نزدې په دوه اوونیو کې په سیمه کې دا د وژنو 11م پېښه ده.

په دې پېښو کې څلور ځايي مشران، څلور د اېف ډبليو او کار کوونکي، يو تن په ديګان کې او بيا په ميرانشاه کې بل ځايي مشر وژل شوی ؤ.

په شمالي وزیرستان کې چې تازه د وژنو څومره پېښې شوي، چا يې هم زمه واري نه ده منلې.

په علاقه کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو د علت په اړه وي او ای ډيوه د شمالي وزيرستان د پوليس مشر [ډي پي او] شفيع الله ګنډاپور سره د خبرو هڅه کړې، نوموړي د ډيوه پوښتنه اورېدلې خو ځواب يې ورته نه دی ویلی.

له دې وړاندې ګنډا پور دعوه کړې وه چې قبايلي سيمې د کله نه په صوبه کې ورګډې شوي او هلته پولیس په ځای کړی شوي د تېر په پرتله د امنيت وضع ښه شوې ده.

پوليس د امنيتي وضعې ښه کېدو دعوې کوي خو د سيمې خلک وايي په وروستيو کې دې پېښو رامنځته کېدو سخت اندېښمن کړي او په ويره کې يې اچولي دي.

په شمالي وزيرستان کې د تازه بدامنۍ د پېښو پرضد په سيمه کې د ځوانانو تنظيم [يوت اف وزیرستان] په 14م دسمبر په اسلام اباد کې د احتجاجي پرلت اعلان کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG