لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سولې د ملاتړ څرګندونه کړې


پاکستان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سولې په اړه خپل دريځ څرګند کړی چې پاکستان غواړي افغانستان دې سوله ييز او باثباته وي.

دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مستقل مندوب یا استازي منير اکرم کړي دي.

هغه د پاکستان دغه دريځ تکرار کړی چې پاکستان يو سوله ييز، باثباته، خوشحاله او خپلواکه افغانستان غواړي، چې افغانستان په خپله او د ګاونډيانو سره پُرامنه وي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه منير اکرم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په موضوع خبرو کې وويل، پاکستان د افغان ولس سره په ښکاره پېوستون دوامدار ساتي.

نوموړي په دوحه کې د افغانستان د شخړې د هواري د ختمېدو دپاره د خبرو اترو په عمل کې پرمختګ ستايلی دی.

هغه د پاکستان دغه دريځ هم تکرار کړی او د نوم اخستو پرته يې ويلي ځيني ورانکاري د افغانستان دسولې هڅې زيانمول غواړي بايد د هغو مخه ونيول شي.

منیر اکرم ویلي پاکستان به د بېن الافغاني خبرو ملاتړ کوي چې د افغان شخړه د سياسي لارې هواره شي.

پاکستان وايي د افغانستان د سولې په لړ کې يې اول د امریکا سر ه د خبرو په لړ کې يې هڅه کړې چې طالبان د امریکا سره خبرو ته کښېني او اوس هم کوشش کوي چې په بېن الافغاني خبرو اترو کې د روغې جوړې د عمل ملاتړ وکړي.

د نومبر په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کابل په سفر کې ويلي ؤ چې پاکستان به د افغان سولې بهیر کې تر خپله وسه همکاري وکړي.

او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم هیله څرګنده کړې وه چې افغانستان او پاکستان باید د خپل راتلونکي لپاره یوې داسې هوکړې ته ورسیږي چې د دواړو هیوادونو هر اړخیزې اړیکې پکې خوندي وي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د کابل سفر په داسې حال کې کړی ؤ، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، هغه ویلي ؤ چې افغانستان او پاکستان دواړه باید طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته لا ډېره غاړه کېږي.

د عمران خان په وینا، کابل ته یې د سفر لپاره ځکه دا وخت ټاکلی چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې پاکستان به تر خپله وسه د تاوتریخوالي کمولو کې خپل رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG