لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وایي کابل کې د آریانا ټیلیویژن خبریال فردین امیني ځان وژلی


واشنګټن ــــ په جلال اباد کې د یوې خبریالې تر وژنې وروسته نن د افغان چارواکو په وینا په کابل کې یو بل خبریال فردین امیني خپل ځان وژلی خو تر اوسه یې د ځانوژنې سبب نه دی معلوم او چارواکي په دې اړه پلټنه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د آریانا ټیلیویژن دغه خبریال نن د جمعې په سهار شاوخوا لس بجې کابل ښار ته نیژدې په یوه غره کې په تېره تیږه خپله غاړه پرې کړې چې وایي وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د کابل پولیسو هم د فردین مړینه تایید کړې ده، پولیسو او د هغه همکارانو رسنیو ته ویلي چې هغه په "مرموزه توګه "وژل شوی، خو وایي په دې اړه لا نور معلومات نه لري.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین وایي، امیني حامد کرزي نړیوال هوایي میدان ته نیژدې د کابل په قصابه سیمه کې پخپل کرولا موټر کې روان وو په ټلیفون یې خبرې کولې، خو ناڅاپه یې موټر درولی او ور څېرمه غره ته تللی او هلته یې د ځانوژنې هڅه کړې.

ښاغلی ارین وایي د سیمې امنیتي محافظینو دغه خبریال لیدلی او هڅه یې کړې چې هغه له ځانوژنې را وګرځوي خو وایي په دې کار کې ناکامه شوي او وروسته یې هغه د کابل ایمرجنسي روغتون ته وړی او هلته مړ شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې ویډیو کې هم لیدل کېږي چې فردین امیني په زخمي حالت کې دی او غاړه یې پرې ده، امنیتي محافظین یې اخلي او پخپل موټر کې روغتون ته وړي.

د یادونې وړ ده چې د دسمبر پر لسمه نېټه په جلال اباد کې هم د انعکاس ټیلیویژن خبریاله ملالۍ میوند له خپل ډرېور سره یو ځای و وژل شوه چې د ننګرهار د والي ضیاوالحق امرخېل په وینا په وژنه کې لاس لرونکي کسان یې نیول شوي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

همدارنګه تېره میاشت په هلمند کې د ازادي رېډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې په تور هم یو تن نیول شوی چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي دغه تن عبدالکریم نومېږي او وایي چې د الیاس داعي موټر ته ماین دوی پلان کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د تعلیم نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG