لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د حسابه سېوا ډک جېلونه بنديوان د کرونا د خطرې سره مخ کولی شي، اېمنسټي انټرنېشنل


د بشري حقونو نړيوال تنظيم [اېمنسټي انټرنېشنل] ويلي، د پاکستان په جېلونو/ زندانونو کې د حسابه سېوا بنديوان دي ځکه دا بنديوان د کرونا وبا د خطرې سره مخ کېدی شي.

د اېمنسټي انټرنېشنل د اسيا څانګې په يو ټويټ کې ویلي، د پاکستان په جېلونو کې دحسابه سېوا بنديوان دي چې له امله یې دغه جېلونه د کرونا وبا مرکزونه ګرځېدی شي ځکه په جېلونو کې بنديوان د کرونا د دوېمې څپې د سختې خطرې سره مخ دي.

قانون پوهه وکيل فضل مومند هم د اېمنسټي انټرنېشنل خبر تاييدوي او وايي چې په جېلونو کې ځای کم او بنديوان پکې زيات دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په جېلونو کې د ګڼې له امله بنديوان د يو بل سره جوخت وي او هغه دعوه کوي چې په جېلونو کې د بنديوانو د کرونا څخه بچ کېدو دپاره کوم خاص انتظام هم نشته.

تېره مياشت وفاقي محتسب ادارې سپريم کورټ ته په وړاندې کړي يو رپورټ کې هم ویلي ؤ چې د ملک په 116 جېلونو کې د 64زره 99 کسانو ځای کولو ګنجايش دی خو په دغو جېلونو کې 79زره 603 کسان ځای کړی شوي دي.

د مارچ په مياشت کې د بشري حقونو د څار ادارې هيومن رايټس واچ ویلي ؤ په پاکستانې جېلونو کې په 301 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او دوه ترې مړه شوي هم وو.

ادارې ویلي ؤ د کمو معاينو يا ټېسټونو له امله ښايي دا شمېرې سېوا وې. د ادارې د رپورټ ترمخه د جنورۍ کال 2020 پورې 2400 بنديوان داسې وو چې هغه د اېچ ايي اېډز، تور زيړي او په ټي بي په ناروغو اخته وو.

خو د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی د جېلونو د چارو دپاره ځانګړی مرستیال تاج محمد وايي، د خېبرپښتونخوا په جېلونو کې د حسابه سېوا يواځې 700 بنديوان دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د کرونا د مخنيوي په خاطر دوی د بنديوانو سره د خپلوانو ليدنې بندې کړی او په جېلونو دننه د کرونا څخه بچ کېدو احتياطي تدابير په سختۍ سره عملي کیږي.

هغه زياته کړ ه د کرونا وبا په لومړۍ څپه کې د خېبرپښتونخوا په جېلونو کې 34 کسان په کرونا اخته شوي خو دا وخت يو کس داسې نشته چې په کرونا اخته وي.

هغه دا هم وويل چې څو ورځې وړاندې د اېبټ اباد په جېل کې په څو کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي خو هغوی اوس ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG