لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور ۷۱ کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي،د۲۴۷۰کسانو حالت اندېښمن ښودل شوی


دولتي شمیرې ښایي پاکستان کې د تیرو څلېریشتو ساعتو په مهال نور ۷۱ کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره دغه هیواد کې په کرونا د مړو شوؤ سکانو شمیره ۸۷۲۴ ته رسېدلې ده.

په کرونا دڅار دولتي مرکز ویلي په تیر یو شوارزو کې ۲۷۲۹نورو کسانو ته هم کرونا وایرس ورپورې شوی دی اؤ دامهال په هیواد کې ۲۴۷۰ د کرونا ناروغان داسې دي چې حالت یې داندېښنې وړ دی.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې په دې وایرس ټول ۱۴۵۵،پنجاب کې ۳۳۲۰،سنده( کې ۳۱۳۲،بلوچستان کې ۱۷۳،اسلام اباد کې ۳۵۸،دپاکستان دواک لاندې کشمیر کې ۱۸۸ اؤ ګلګت بلتستان کې ۹۸کسان مړه شوي دي.

دیاد مرکز په تازه شمیرو کې ویل شوي چې پاکستان کې څلور لکو،۳۵زرو اؤ ۵۶کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو دې کې درې لکه ،۸۱زره اؤ۲۰۸ناروغان بېرته روغ شوي اؤ ۴۵زره اؤ۱۲۴کسان اوس هم په دې وایرس اخته دي.

د ځايي مطبوعاتو له مخې د کرونا وايرس نه په غټه کچه د خلکو اغېزمن کېدو له امله د دخیبر پښتونخوا صوبې ترټولو لويې د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال کې د کرونا مريضانو د پاره ځانګړي کړل شوي بېډونه د ناروغانو څخه ډک شوي دي.

د پېښور ايل آر ايچ هسپتال انتظاميې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه په دغه هسپتال کې د کرونا مريضانو د پاره د250 بېډونو ځانګړې څانګه جوړه کړل شوې چې پکې څه د پاسه 100 مريضان بستر دي۔

انتظامیه وایي موجوده وخت کې د 15 مريضانو درملنه په وينټيلېټرو يا د مصنوعي ساه ورکولو په مشينانو روانه ده.

وايس اف امريکا ډيوه سره خبرو کې د هسپتال وياند محمد عاصم وویل چې د تېرې مياشتې په پرتله اوس په هسپتال کې د کرونا مريضانو د داخلېدو په کچه کې کافي حده پورې زياتوالی راغلی او که چرې د مثبتو پېښو کچه دغه شان په بېړې سره په بره خیژي نو دوئ به د مشلاتو سره مخ شي.

د روغتیایي چارو پوهان وايي د کرونا وايرس خورېدو د مخنيوي د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کارول شروع کړي، بار بار لاسونه وينځي، خپل منځ کې شپږ فټه فاصله ساتي او د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د ورتلو نه ډډه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG