لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله محب:د سولې د خبرو پاتې پړاوونه باید په افغانستان کې تر سره شي


هغه وایي د افغانستان دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي

دافغانستان دملي امنیت شورا سلا کار حمدالله محب وایي دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو پاتې پړاؤنه باید په هیواد کې دننه ترسره شي.

هغه وایي د افغانستان دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي

دپنجشنبې په ورځ پخپله ټوئټر پاڼه ښاغلي حمدالله محب لیکلي که دسولې دخبرو پاتې پړاؤنه دافغانستان دننه ترسره کیږي نو دولت د ځائ په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هیواد هره سیمه، چې طالبان پیشنهادوي هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو ترمنځ خبرو کې نو اړینه ده، چې را روان پړاوونه یې افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي.

پخپلو بیلابیلو ټوئټونو کې هغه لیکلي په بهر کې سوله او سوله کوونکي د بیروني شرایطو څخه متاثره وي او تجربو ښوولې، چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان دننه د سولي خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي.

حمدالله محب وایي دافغانستان دننه به مذاکره کوونکي د خپلو هیوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وی او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.

افغان لوړ پوړي چارواکي دسولې دپاتې خبرو دافغانستان دننه ترسره کولو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په دې وروستیو کې دافغان دولت دمرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ قطر کې دسولې دبین الافغاني خبرو په ایجنډا اؤ‌څرنګوالي اتفاق پیدا شوی دی.

د روان کال دستمبر د۱۲مې نیټې نه په دوحه کې دافغان دولت مرکچي پلاوی اؤ طالبان دسولې خبرو ته ناست دي اؤ دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر دوه ورځي وړاندې ویلي وؤ چې دسولې دخبرو په ضد دافغان دولت دچارواکو لخوا کېدونکي تبلیغات،دطالب بندیانو نه خوشې کیدل اؤ په طالب مشرانو بندیزونه دسولې مخې ته دخنډانو په توګه ولاړ دي.

افغان دولت اؤ نړیواله ټولنه طالبانو نه پرله پسې غوښتنې کوي چې باید د سولې دبین الافغاني خبرو په جریان کې اوربند اعلان کړي خو طالبانو لا اوربند نه دی اعلان کړی اؤ اوس هم دافغانستان بیلابیلو برخو کې دبمي چاودنو،ځانمرګي بریدونو اؤ تشدد لړۍ دوامداره ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG