لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د مواصلاتو اداره وایي د ټولنیزو رسنیو په اړه نوې ضابطې یې د اظهار ازادۍ ته خنډ نه دي


واشنګټن ــــ د پاکستان د مواصلاتو مرکزي ادارې پي ټي اې د ټولنيزو رسنيو د څار لپاره د ټاکل شویو نویو ضابطو په سر د ټيکنالوجۍ او ټولنيزو رسنيو د نړيوالو ادارو نيوکې رد کړې دي او وایي د دوی نوې ضابطې به "د غیرقانوني آنلاین موادو د لرې کولو او بلاکولو" لپاره کارول کېږي.

د پي ټي اې په خبرپاڼه کې دغه ضابطې د اليکټرانیکي جرمونو له ملکي قانون سره سم ګرځول شوي او حکومتي اداره د نویو ضابطو په بنیاد د رایې د اظهار د حق خوندي ساتلو پخلى هم کوي.

خو د اڼترنيټ کاروونکو د حقونو فعالين ويره لري حکومت دغه نوې ضابطې د خپلو مخالفينو په ضد ناوړه کارولاى شي چې تر مخه یې پي ټي اې ته د پاکستان د دفاع، امنيت او ګټو په ضد آنلاین مواد لرې کولو او قانوني کاروایي واک ورکړل شوی دی.

د بشري حقونو فعال او د انټرنیټ د کاروونکو د حقونو مبارز شفیق ګګیاڼی ویره لري، چې حکومت په راتلونکي وخت کې دغه ضابطې په ټولنیزو رسنیو باندې د رایې د اظهار په ضد کارولای شي. ښاغلي ګګیاڼي د وي او اې ډیوه خبریال پیرولایت شاه ته ویلي:

"فی الحال خو په دغو ضابطو کې چاته سزاګانې نه دي‌ ټاکل شوې خو بیا هم هیڅ پته نه لګېږي کېدی شي په را روانو وختونو کې دغه قانون په آیین کې خلکو ته د اظهار د ازادۍ د حق په ضد استعمال شي".

د ټیکنالوجۍ د ادارو ګډ سازمان اېشیا انټرنیټ کولیشن (اې ای سي) په وروستیو کې د پاکستان له خوا د ټولنیزو رسنیو په اړه پر نویو ضابطو اندېښنې څرګندې کړې وې او په دې اړه یې د پاکستان وزیراعظم ته ځانګړی خط لیکلی وو چې د دا ډول ضابطو مخه ونیسي.

پي ټي اې د اېشیا انټرنیټ کولیشن دا خبره هم رد کړې چې ګواکې د پاکستان حکومت د دغو نویو ضابطو په اړه له دوی سره مذاکرات نه دي‌ کړي.

د ټیکنالوجۍ نړیوالې ادارې اې ای سي دا اندېښنه څرګنده کړې وه چې دغه ضابطې به د خلکو کاروبار ته هم زیان ورسوي،‌ خو د پاکستان د مواصلاتو ادارې ویلي، دغه نوې ضابطې نه یواځې پر کاروبار اغېز نه شي کولای بلکې د ټیکنالوجۍ کمپنیو ته د پاکستان له قوانینو سره سم د سرمایه کارۍ نوې موقعې برابرولای شي. شفیق ګګیاڼی وایي:

"زما په خیال کاروباري خلکو ته خو یې فی الحال تاوان نه شته خو څنګه چې یې سیاسي خلکو ته تاوان شته کېدای شي په را روان وخت کې کاروبارونه هم ترې متاثره شي".

د دغو نویو ضابطو له مخې د ټولنیزو رسنیو ادارې پابندې کړل شوې دي چې د پاکستان اړونده حکومتي ادارو ته به هر ډول معلومات ورکوي او پي ټي اې ته د دغو ضابطو له لارې دا واک هم ورکړل شوی دی چې د پاکستان د مرکزي یا صوبایي حکومت یا سرکاري عهده لرونکي تن په ضد مواد لرې کړي او د ذمه وار تن په ضد قانوني ګامونه واخلي.

په پاکستان کې له وړاندې لا په تېرو څو کلونو کې د 2016م کال د الیکټرانیکي جرمونو د قانون په بنیاد په دې هېواد کې د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالینو په ضد مقدمې درج کړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG