لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروې: افغانستان په نړۍ کې له ترهګرۍ زیات اغېزمن هېواد او طالبان تر ټولو خونړۍ ډله ده


واشنګټن ــــ د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په خپل کالني رپوټ د ترهګرۍ نړیوال رپوټ کې وایي چې افغانستان کې سږ کال تر تېر کاله ناامني کمه وه خو وایي اوس هم تر ټولې نړۍ له ترهګرۍ زیات اغېزمن هېواد دی.

د ای اي پي رپوټ وایي په 2019م کال کې د ټولې نړۍ په کچه ترهګرۍ په افغانستان کې 41 فیصده خلک وژلي چې وایي په هغوی کې د 87 فیصده وژنو ذمه وار طالبان دي:

"په 2019م کال کې طالبان د نړۍ تر ټولو خونړۍ ډله وه، خو دې ډلې ته په منسوبو د ترهګرۍ په وژنو کې 18 فیصده کموالی راغلی او په دې کال کې د دې ډلې له خوا د وژل شویو کسانو شمېر 4,990 دی، خو د سولې خبرو د ترهګرۍ پر فعالیت د پام وړ اغېز کړی دی".

طالبانو تر اوسه د دې رپوټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي. رپوټ وایي طالبانو تېر کال د خپلې جنګي تګلارې د بدلون په بنیاد زیات بریدونه پر پولیسو او افغان پوځیانو کړي‌ دي، چې وایي په دغو بریدونو کې یې تقریباً 1,835 افغان عسکر وژلي دي.

په رپوټ کې راغلي چې په 2019م کال کې ترهګرۍ د دې هېواد اقتصاد ته ډېر زیات زیان اړولی دی:

"افغانستان هغه هېواد دی چې اقتصاد د اغېزمنېدو کچه یې تر ټولې نړۍ لوړه ده او دا زیان د دې هېواد د کورني پیداوار له 16.7 سره برابر دی".

رپوټ وایي په 2019م کال چې په نړۍ کې د ترهګرۍ 20 تر ټولو زیات خونړي بریدونه شوي په هغوی کې شپږ یې په افغانستان کې شوي دي، خو وایي له 2014م کال را وروسته په تېرو پرله پسې پینځو کلونو کې په ترهګرۍ کې کم خلک وژل شوي دي:

"په 2018م کال کې د ترهګرۍ تر ټولو زیات اغېز په افغانستان کې را کم شوی دی او په دې کال تر 1,654 کم کسان وژل شوي چې دا تر 2017م کال 22.4 فیصده کموالی دی، خو په هماغه کال تر عراق وروسته افغانستان بیا هم له ترهګرۍ زیات اغېزمن هېواد وو".

رپوټ وایي په 2019م کال کې چې په نړۍ کې تر ټولو زیات خلک د ترهګرۍ په بریدونو کې وژل شوي په هغه کې طالبانو، بوکو حرام، داعش او الشباب ډلې لاس درلود، چې وایي دوی د تېر کال په ټولو مرګونو کې 55 فیصده یعنې 7,578 تنه وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG