لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا څخه د نورو 36 کسانو د مړينې سره په ملک کې د مړو شمېره 8832 ته رسېدلې


په پاکستان کې د کرونا وايرس نور 36 تنه مړه شوي او نور 2362 کسان په دې وايرس اخته شوي دي، په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 8832 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس مالومولو دپاره 60لکه، 64زره 220 معاینې/ ټسټونه شوي دي.

په ملک کې په څلور لکه 40زره 787 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او ويل شوي درې لکه 84زره719 ترې بيا ښه شوي دي.

ويل شوي دا وخت په ملک کې 47زره 236 کسان په کرونا وايرس اخته دي.

د دې ترڅنګ په ملک کې په کرونا وايرس اخته 2456 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې په 12م دسمبر 72 او په 11م دسمبر 71 کسان د کرونا څخه مړه شوي وو.

په پاکستان کې د کرونا څخه تر ټولو زيات 3365 کسان په پنجاب صوبه کې مړه شوي دي، دې وايرس په سيند صوبه کې 3158 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1473 کسان مړه کړي دي.

په بلوچستان صوبه کې د کرونا څخه تراوسه پورې 175 کسان د مړينې ويل شوي او په اسلام اباد کې د 371 کسانو مړينې تاييد شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG