واشنګټن - د نړۍ په اکثرو برخو کې د کورونا پېښې او مړینه په زیاتېدو ده چې له امله یې حکومتونه نورو محدودیتونو ته اړ اېستل شوي او د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لاک ډاون په بیا لګولو باندې غور کوي.
په اروپا کې جرمني د کورونا د پېښو له زیاتوالي سره د دوهم لاک ډاون پر لور روان دی چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ به پیل شي.
د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې، د ګل یا دوشنبې د ورځې تر سهاره پورې په جرمني کې د کورونا د پېښو شمېر ۱.۳ میلینو او د مړو شمېر ۲۲۰۸۰ تنه ثبت شوی دی.
په ایټالیا کې د کورونا مړینه له برتانیې څخه زیاته شوې ده او جان هاپکنز وايي، د ګل په ورځ پکې له کورونا څخه د مړو شمېر ۶۴۵۲۰ ته ورسېده په داسې حال کې چې په برتانیې کې ۶۴۲۶۷ تنه ده.
په اسیا کې د جنوبي کوریا روغتیايي چارواکو ویلي، په پلازمېنه کې به د کورونا د ټېسټونو په شته ۲۱۰ ځایونو باندې ۱۵۰ نور هم زیات کړي.
په کوریا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره وايي، په دغه هېواد کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا ۷۱۸ نوې پېښې موندل شوې دي خو بیا هم د اتوار له ورځې څخه پکې زر پېښې کمې دي.
په جنوبي کوریا کې د کورونا پېښې او مړینه په نسبي توګه کمه ده چې د ګل تر ورځې پورې پکې ټولې ۴۳۴۸۰ پېښې او د ۵۸۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
په نیوزېلېنډ کې لومړۍ وزیرې جسنډا اردن اعلان وکړ چې هېواد یې د ګل په ورځ ومنله چې له استرالیا څخه له قرنطین پرته ځینې سیمو ته په راتلونکې کال کې سفر وکړای شي.
استرالیا لا له مخکې څخه د نیوزېلېنډ خلکو ته د دوو اونیو قرنطین معاف کړی هغه څه چې د نورو هېوادونو له خلکو غوښتل کېږي.
په امریکا کې تېره اونۍ په کالېفورنیا کې د کورونا تر ۲۵۰۰۰ زیاتې نوې پېښې په یوه ورځ کې ریکاډ شوي.
ددغه ایالت والي ګوېن نیوسم وویل، "خلک به مړه شي کچېرې د ترسره شویو کارونو سربېره نور هم و نه کړو."
په امریکا کې په ټولیزه توګه تر ۱۶ میلیونو زیات کسان په کورونا اخته شوي او نېږدې درې لکه یې مړه شوي دي.
د کورونا واکسین:
ټاکل شوې ده چې په امریکا کې به د کورونا وایرس د واکسین لومړني ډوزونه د ګل یا دوشنبې په ورځ سیمیزو ټاکل شویو ځایونو ته ورسېږي.
دا وروسته له دې کېږي چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې د امریکايي درمل جوړونکې کمپنۍ فایزر لخوا جوړ شوي واکسین ته د بیړني کارولو اجازه ورکړې ده.
مکسیکو هم د جمعې ناوخته د فایزر واکسین ته د بیړنۍ ورکولو اجازه ورکړې ده چې له دې سره ددغو هېوادونو شمېر شپږو ته ورسېده چې یاد واکسین به کاروي او یا یې د کارولو پلان لري.
ددې ترڅنګ، برتانیې، بحرین، کاناډا او سعودي عربستان هم دغه واکسین تصویب کړی دی.
په برازیل کې د کورونا پېښې په چټکۍ سره اوه میلیونو ته په رسېدو دي او د مړو شمېر پکې له ۱۸۱۰۰۰ څخه زیات شوی دی.
تېره اونۍ د برازیل د روغتیا وزیر ژمنه کړې وه چې په راتلونکي کال کې به ټول هېواد د کورونا په وړاندې واکسین کړي.