واشنګټن ــــ امریکې د نېټو پر متحد هېواد ترکي له دې کبله بندیزونه لګولي چې وایي د روس ایس-400 دفاعي سیسټم یې اخیستی دی او دغو بندیزونو- چې له اوږدې مودې یې تمه کېده- د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې نورې کړکېچنې کړې دې.
ترکي دغه بندیزونه غندلي او دا یې د امریکې "لویه تېروتنه" بللې ده. ترکي د نهې- سه شنبې په ورځ پر امریکې ټینګار کړی چې خپله د بندیزونو "له انصاف لرې پرېکړه" بیرته واخلي، ځکه چې وایي دا بندیزونه به دوه اړخیزې اړیکې نورې خرابې کړې او د انتقامي ګامونو ګواښ یې کړی دی.
د امریکې لوړرتبه چارواکو له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د انقرې له خوا د ایس- 400 دفاعي سیسټم اخیستل او د امریکې پر بیا بیا غوښتنه د خپلې پرېکړې له اخیستلو انکار دوی دې ته مجبوره کړي چې بندیزونه پر ولګوي.
دغه بندیزونه په لومړي ځل تېره اوونۍ رایټرز خبري ایجنسۍ رپوټ کړي وو، چې هدف یې د ترکي د دفاعي خریدارۍ او ودې د ادارې پرېزیډینسي آف ډیفینس انډسټریز (ایس ایس بي)، د دې ادارې مشر اسماعیل دیمیر او درې نور کارکوونکي دي.
د امریکې په کانګرس کې دواړو ګوندونو د دې ګام هرکلی کړی چې د امریکا د مخالفینو د مخنیوي لپاره د بندیزونو قانون (سي اې اې ټي ایس اې) د ترکي په ضد کارول شوی او دا لومړی ځل دی چې امریکا دغه قانون د خپل نېټو متحده په ضد کارولی دی.
د رپوټونو له مخې امریکا په خپل لومړي قدم کې پر ترکي پراخ بندیزونه نه دي لګولي ځکه خو د ترکي د کرنسۍ لیرا ارزښت یواځې یو فیصد کم شوی، خو څېړونکي وایي له دې سره کېدای شي د ترکي اقتصاد- چې مخکې یې هم وده ورو او له غبرګې ګرانۍ سره مخ وو- نور اغېزمن شي.
ترکي د 2019م کال په نیمایي کې له مځکې فضایي دفاع کوونکي د روس جوړ ایس- 400 دفاعي سیسټم تر لاسه کړی وو او ویلي وو چې خپلو نېټو متحدینو ته به خطر نه جوړېږي، خو واشنګټن له اوږدې مودې د بندیزونو ګواښ ورته کاوه او تېر کال یې له همدې وجې ترکي د ایف- 35 جیټ الوتکو له پروګرامه و ایست.
د ځینو سرچینو په وینا ولسمشر ډانلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ترکي ته خبرداری ورکړی وو، چې که د دې دفاعي سیسټم له اخیستلو لاس وا نه خلي نو بندیزونه به ورباندې ولګوي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو وایي:
"امریکې ترکي ته په ګڼ شمېر وختونو په لوړه کچه دا خبره سپینه کړه چې که دوی ایس- 400 سیسټم اخلي دا د امریکې ټیکنالوجۍ او پوځیانو ته خطر پېښولای او د روس دفاعي څانګې ته ښه ډېر فنډز ورکولای شي".
خو ترکي وایي دوی په وار وار له امریکې او نېټو سره د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې په بنیاد یې دا ستونځه حل شي خو وایي د دوی له وړاندیزونو په بشپړه توګه کار وا نه خیستل شو.