لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نه عمران خان استعفا ورکوي نه اسمبلۍ ماتیږي،پي‌ ډي ایم ته دحکومت غوڅ جواب


دپاکستان حکومت د اپوزیشن ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم لخوا وزیراعظم عمران خان ته ۳۱دسمبر پورې دخپل منصب نه د استعفا ورکولو مهلت رد کړی اؤ‌ په ډاګه یې ویلي چې وزیراعظم به نه استعفا ورکوي اؤ نه به اسمبلۍ ماتیږي.

دبهرنیو چارو وزیر اؤ د واکمن ګوند تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي د نهې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې اپوزیشن ګوندونو ته په زغرده ویلي که غړي یې په رښتیا پارلیمان څخه استعفاګانې ورکوي نو باید تر ۳۱م دسمبر دقامي اسمبلۍ اسپیکر ته خپلې استعفاګانې وسپاري.

خو دحکومت مخالفې ډلې پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بیا ویلي چې داپوزیشن دغړو استعفاګانې دیو ایټم بم په څېر دي اؤ هغوئ به ددې بم د استعمال دپاره حکمت عملي یا تګلاره جوړوي.

داپوزیشن ګوندونو ائتلاف پي ډي‌ ایم داوړمه ورځ پخپله اعلامیه کې وزیراعظم عمران ته اخطار ورکړی ؤ چې تر ۳۱م دجنورۍ دخپل منصب نه باید استعفا ورکړي ګنې په بل صورت کې به حکومت په ولسي سیلاب کې لاهو شي.

د واکمن ګوند مرستیال مشر اؤ‌ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي داپوزیشن مشرانو لخو عمران خان ته داستعفا د پاره ورکړل شوی مهلت یو تش ګواښ وبللو اؤ وئ ویل” مونږ ستاسو راکړل شوی مهلت نه منو،وزیراعظم به استعفا نه ورکوي،اسمبلۍ به هم نه ماتیږي،مونږ ته یو کروړ اؤ ۷۰لکه خلکو رایې راکړې دي ،دنوؤ ټولټاکنو غوښتنه غیرجمهوري اؤ غیراخلاقي ده”

هغه وویل پي‌ ډي ایم وایي چې دحکومت سره دخبرو اترو وخت تیر شوی، نو په ګواښونو خو خبره په وړاندې نه ځي، دا رویه جمهوریت ته زیان رسولی شي.

شاه محمود قریشي زیاته کړه د پي ډي‌ ایم په لیکه کې پارلیمان څخه داستعفاګانو په پرېکړه یووالی نشته،بلاول داستعفاګانو خبره کوي خو دهغه پلار اصف علي زرداري تر اوسه د استعفاګانو پرېکړه نه ده کړې اؤ مسلم لیګ نواز ډله کې هم داستعفاګانو په سر اختلافات دي ځکه چې دغه ګوند کې مریم نواز یو سوچ لري اؤ شهباز شریف بل.

دمخالفو ګوندونو ائتلاف پي ډي ایم په دې وروستیو کې دخپلو ګوندونو دپارلیماني غړو څخه استعفاګانې غوښتي اؤ اعلان یې کړی چې دحکومت ختمولو دپاره به دپارلیمان نه داستعفاګانو ورکولو په ګډون د هیڅ رقم احتجاج څخه مخ نه ګرځوي.

دنهې په ورځ دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دلاهور په کوټ لکپت زندان کې دبندي اپوزیشن مشر شهباز شریف سره لیدلي اؤ د اپوزیشن ګوندونو دائتلاف د راتلونکو ګامونو په اړوند یې ورسره صلاح مشوره کړې ده.

تر دغې لیدنې وروسته خبریالانو ته بلاول بوټو زرداري ویلي چې دجمهوریت بحالولو دپاره دپي‌ ډي ایم په لیکو کې هیڅ رقم درز نشته اؤ په ګډه مو واکمنانو ته ۳۱مې جنورۍ پورې مهلت ورکړی دی.

هغه ویلي استعفاګانې زمونږ سره دیو ایټم بم په توګه پرتې دي اؤ ددې دکارؤلو دپاره به پخپل وخت سم ګام اخلو .

داپوزیشن ګوندونو ائتلاف تور لګوي چې په کال ۲۰۱۸م کې شوو ټولټاکنو کې ټګي شوې ده اؤ عمران خان د ولس د رائیو په ځائ دټګۍ دلارې واک ته رسؤل شوی خو حکومت دا تور ردوي اؤ وایي مخالفې ډلې دخپلو غلاګانو پټولو دپاره یو ځائ شوي د

XS
SM
MD
LG