لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو لوړپوړی پلاوی د ملا برادر په مشرۍ اسلام اباد ته تللی


واشنګټن ــــ په قطر کې د افغان طالبانو یو لوړپوړی پلاوی د دې ډلې د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن د نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد ته روان شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم دا نه دي ویلي چې دغه پلاوی به په پاکستان کې څو ورځې تېروي او له اسلام اباد پرته نورو ښارونو ته به هم ځي‌ که نه.

ډاکټر نعیم پر ټویټر لیکلي دغه پلاوی به د پاکستان له وزیراعظم عمران خان او د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قريشي سره ناستې ولري. نوموړي لیکلي:

"په ناستو کې به د دواړو هيوادونو اړونده موضوعاتو پر سر بحث کيږي. په ځانګړي ډول د مهاجرينو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي".

د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي وروسته له هغه اسلام اباد ته سفر کړی، چې مذاکراتي ډلې یې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې په خوښه په بین الافغاني خبرو کې د جنورۍ تر پینځمې وقفه راوسته.

په روان کال کې دا دویم وار دی چې د طالبانو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر کوي او د 2019م کال په اکتوبر کې یې هم دې هېواد ته سفر کړی وو. سږ کال د اګست په میاشت کې هم د طالبانو پلاوي اسلام اباد ته د سفر په وخت له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG