د پېښور په آرمي پبلک سکول شپږ کاله وړاندې هم په ننۍ ورځ [16م دسمبر] ترهګر بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې پلاران اوس هم انصاف غواړي.
په پېښور کې د کال 2014م د دسمبر په 16م په ترهګر برید کې د 150 پورې کسان وژل شوي وو چې پکې زياتره د سکول ماشومان وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې وه.
پرون د ګل/ سه شنبې په ورځ په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندو پلارانو د پېښور د ډيفنس نه تر آرمي پبلک سکول پورې لاریون کړی او غوښتنه یې کوله چې دوی ته دې انصاف ورکړی شي او د دغه پېښې اصل زمه وار دې په ګوته شي او سزا دې ورته ورکړی شي.
ډاکټر امین خان چې د وژل شوي محمد حسن خان پلار دی وايي د يادې پېښې په پلټنيز کمېشن کې دا نه دي په ګوته شوي چې د دې پېښې اصل زمه واران څوک وو؟ او نه پکې چاته سزا ورکړی شوې ده.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی ځکه د دغه پېښې د اصل زمه وارانو په ګوته کولو او هغو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي چې نورې بيا دغه رنګ پېښې ونه وشي.
نوموړي په خپلو خبرو کې په باچا خان پوهنتون د برید، د پېښور په زرعي تعليمي اداره د بريد سره په وروستيو کې په پېښور کې په مدرسه د چاؤدنې يادګېرنه کوي او وايي د دغو پېښو مخنيوي به هغه وخت وشي چې کله په سکول د بريد اصل زمه واران په ګوته شي او سزا ورته ورکړی شي.
د وژل شوي بل ماشوم اسفند پلار اجون خان وايي په سکول د بريد په اړه "د پلټنو د کمېشن نه تر دې حده پورې مطمئن دي چې رپورټ مخې ته راغلو خو وايي په کمېشن کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې پلاران هم خوشحاله کړی شوي او هغه نور هم".
خو اجون زیاته کړې په کمېشن کې دا نه ده په ډاګه کړی شوې چې د پېښې زمه وار څوک دي؟، دوی د پېښې زمه وارو ته د ښکاره او سختې سزا غوښتنه کوي.
د پېښور په ارمي پبلک سکول د بريد د پلټنو کمېشن د روان کال د ستمبر په میاشت کې خپل رپورټ وړاندې کړی چې پکې د ددغه پېښې علت کمزوری امنیت یاد کړل شوی ا ویل شوي ؤ چې د وړاندې نه د ګواښونو باوجود د امنیت د ساتونکو شمیره کمه وه او هغوی په ناسمو ځایونو هم ودرول شوي وو.
په کال 2018م کې د هغه وخت د سترې محکمې مشرقاضي (د سپريم کورټ چيف جسټس) ميا ثاقب نثار د اپرېل په مياشت کې هغه وخت د دغه پېښې نوټس اخيستی ؤ چې کله په پېښور هايکورټ کې د يوې اورېدنې په مهال په سکول کې د وژل شوؤ څو ماشومانو ميندې پلاران د هغه کمرې ته په احتجاج ورننوتي وو.
بيا د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د اکتوبر په مياشت کې يې په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.
دغه عدالتي کمېشن د پېښور هايکورټ د يو کسيزه جج جسټس محمد ابراهيم جوړ کړی شوی او سترې محکمې په شپږو اوونيو کې د پلټنو راپور غوښتی ؤ.خو دغه رپورټ د روان کال د جولايۍ په مياشت کې عدالت ته وړاندې کړی شوی ؤ.
د پېښور په آرمي پبلک سکول د بريد د پلټنو د کمېشن د رپورټ مخې ته راتلو وروسته هم د وژل شوؤ ماشومانو ميندو پلارانو په خپل غبرګون کې ویلي ؤ، د دوی په خيال په رپورټ کې د پېښې اصل زمه واران نه دي په ګوته کړی شوي.