لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني او عمران خان په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې پر ډزبندۍ ټینګار کړی


واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن په داسې حال کې د افغان سولې بهیر په اړه په ټیلیفون خبرې کړې او پر ډزبندۍ یې ټینګار کړی چې د طالبانو د سیاسي دفتر لوړپوړی پلاوی د پاکستان په سفر دی.

د عمران خان له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دواړو د افغان سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو او دواړو هېوادونو د اړیکو پر ټینګښت خبرې وکړې.‌ په بیان کې ویل شوي چې وزیراعظم د بین الافغاني خبرو د وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی:

"وزیراعظم یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپاره د سیاسي حل لپاره د سولې بهیر ټینګ ملاتړ وکړ".

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم د دغو ټیلیفوني خبرو په اړه پر ټویټر لیکلي، چې دواړو مشرانو د سولې پر بهیر له خبرو سره سره په افغانستان کې د تشدد پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه. صدیق صدیقي لیکلي:

"وزیراعظم [عمران خان] وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د تشدد په کموالي کې مرسته کوي چې ډزبندۍ ته لاره هواره شي".

د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، عمران خان په ټینګار سره وویل چې د افغانستان ټولو ښکېلو اړخونو ته رسایي د پاکستان د سولې د ملاتړ د هڅو برخه ده چې مقصد یې د پراخ سیاسي حل لپاره د سولې په خبرو کې د ټولو اړخونو د شمولیت باوري کول دي.

په بیان کې ویل شوي‌ چې اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي سفر هم له ټولو افغان اړخونو سره د خبرو برخه دی.

د عمران خان دفتر وایي دواړو مشرانو پر دې سلا کړې چې د سولې بهیر د ملاتړ او د دوه اړخیزې همکارۍ د پرمختګ لپاره له یو بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر غني او وزیراعظم عمران خان خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیراعظم شاه محمود قرېشي په اسلام اباد کې د طالبانو له لوړپوړي‌ پلاوي سره ملاقات کړی او هغه هم په افغانستان کې د تشدد پر کمېدو او د ډزبندۍ پر اعلانېدو ټینګار کړی دی.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم بیا پر ټویټر لیکلي چې پلاوي یې له شاه محمود قرېشي سره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر روغتیايي او تعلیمي ستونځو، د افغانانو پر تګ راتګ او د بندیانو په اړه خبرې کړې دي خو وایي "د خبرو په جريان کې د هيواد د اوسني وضعيت په اړه هم بحث وشو".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG