لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول: د جمهوریت لپاره د سیند حکومت او قومي اسمبلۍ د څوکیو قرباني هم ورکولای شو


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند په ضد د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد پي ډي ایم احتجاجي مبارزه لا روانه ده او د دې ملک په لویو ښارونو کې تر سترو جلسو وروسته بل پړاو یې په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته او د صوبایي او مرکزي اسمبلیو له څوکیو استعفی ورکول دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د شورو- چارشنبې په ورځ په لاهور کې له خبریانو سره په خبرو کې وویل، ګوند یې تیار دی چې د جمهوریت لپاره په سیند صوبه کې د خپل حکومت پرېښوولو ته هم تیار دی، خو وایي په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د اپوزیشن له ګډې تګلارې سره سمه کوي:

"موږ پرېکړه کړې چې د دسمبر تر 31مې به د ټولو ګوندونو استعفاوې جمع شي، د جمهوري قوتونو استعفاوې زموږ ایټم بم دی او موږ به په ګډه پرېکړه کوو چې زموږ د ایټم بم کارولو تګلاره باید څه وي، زه په تکرار سره وایم چې که د سیند حکومت او قومي اسمبلۍ د څوکیو قربانۍ ته اړتیا شوه د جمهوریت د بحالۍ، د عمران خان او د هغه چا- چې دی یې راوستی- د لرې کولو لپاره دې قرانۍ ته تیار یو".

بلاول بټو د دسمبر د شپاړسمې په مناسبت وویل چې د عمران خان حکومت د پېښور د آرمي پبلک سکول د پېښې په قاتلینو پسې هیڅ پلټنه نه ده کړې او وایي چې په هغه خونړۍ پېښه کې د وژل شویو ماشومانو کورنۍ یې بې وارثه پرېیښې دي.‌ بلاول وویل د عمران خان حکومت ترهګر پرېږدي‌ خو سیاستوال په زندانونو کې اچوي:

"د دوی په حکومت کې احسان الله احسان چې د اې پي ایس په پېښه کې یې لاس درلود ویل کېږي له جېله وتښتېد، عمران خان وایي د اپوزیشن کسان به ونه بخښي، دا خو ملک او نړۍ ته ښکاره ده چې که نیسي سیاسي مخالفین، د مېډیا مالکان او بلاګر نیسي خو ترهګر او د دې هېواد دښمنان نه نیسي او دا همت زموږ په وزیراعظم کې نه شته چې د اې پي ایس د بچیانو قاتل جېل ته واچوي".

بلاول بټو وایي د جنورۍ پر 31مه د پاکستان له وزیراعظم عمران خانه استعفی اخلي او تر هغه وخته به یې مبارزه روانه وي تر څو چې وزیراعظم استعفی نه وي ورکړې تر هغه وخته له حکومت سره خبرو ته تیار نه دي:

"موږ عمران خان ته خبرداری او موقع ورکوو چې په ملک کې موجود بحران ته په کتو واحد حل دا دی چې پخپله د جنورۍ پر یودېرشمې استعفی ورکړي که نه وي بیا به احتجاج وي او دا به د اپوزیشن په ګټه او د حکومت په تاوان وي".

د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پي ډي ایم تور پورې کوي چې عمران خان د پوځ په مرسته په درغلۍ حکومت ته راغلی او وایي چې د هغه په حکومت کې پاکستان له شدید اقتصادي بحران سره مخ شوی دی.

خو د پاکستان پوځ او حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي دي. وزیراعظم عمران خان نه یواځې د استعفی له ورکولو انکار کړی بلکې خبرداری یې ورکړی چې که اپوزیشن ګوندونه له خپلو څوکیو استعفی ورکړي نو پر هغوی څوکیو به له سره ضمني انتخابات وکړي.

د اپوزیشن ګوندونو د احتجاج په وخت واکمن تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې په راتلونکې فرورۍ میاشت کې به د سېنټ انتخابات کوي‌ او غوښتنه یې کړې چې د دغو ټاکنو رایې دې د سپریم کورټ د قانوني مشورې په رڼا کې ښکاره واچول شي، خو اپوزیشن ګوندونو د حکومت د دې اعلان غندنه او مخالفت کړی او وایي چې د سېنټ انتخابات دې پر خپل وخت وشي.

XS
SM
MD
LG