لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني سره دامریکې دپوځي مشر جنرال مارک میلي لېدنه،په اوربند اؤ‌ افغان سوله یې خبرې کړي


دامریکې پوځي مشر جنرال مارک میلي په کابل کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې په افغان سوله،دتاؤتریخوالي په کمښت اؤ افغانستان کې په دائمي اوربند خبرې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ په بیان کې راغلي چې تیره ورځ ترسره شوې دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

دبیان له مخې دامریکې دګډو ځواکونو لویې درستیز جنرال مارک میلي افغان ولسمشر اشرف غني ته دخپل هیواد له لوري افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو ته د کوټلې مرستې باور ورکړی دی.

لیدنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیا او د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي او همداراز د امریکا سفارت شارژدافیر او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان هم برخه درلوده.

کابل ته دامریکا دګډو ځواکونو لویې درستیز خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې په دوحه کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ دبین الافغاني خبرو په ایجنډه داتفاق پیدا کیدو نه وروسته دافغان سولې پروسه یو مهم پړاؤ ته رسیدلې ده.

دامریکې ددفاع سرپرست وزیر له وړاندې اعلان کړی دی چې د جنورۍ تر میاشتې به افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیره د۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکوزوي خو افغان دولت اؤ افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو له وتلو وړاندې په اوربند ټینګار کوي

پاکستان چې دافغان سولې په لړکې یو مهم اړخ ګڼل کیږي افغان دولت ته باور ورکړی چې دسولې اؤ اوربند په اړه به افغانانو سره خپله هر رقم مرسته کوي اؤ په دې لړ کې په دې وروستیو کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان دکابل یو مهم سفر هم کړی دی.

دطالبانو دسیاسي کمیسیون یو لوړ رتبه پلاوی هم دامهال دهغوئ دمرستیال مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ داسلام اباد په سفر دی اؤ پاکستاني چارواکو سره دافغان سولې په پروسه اؤ نورو مهمو چارو خبرې کوي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او بهرنيو ځواکونو مشر جنرل سکاټ میلر هم تیره ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې د مشر جنرل فېض حميد سره ليدلي وؤ اؤ د افغانستان د سولې د عمل او امنيت په سر يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

ددغو ټولو فعالیتونو په رڼا کې دپاکستان وزیراعظم عمران د پنجشنبې په ورځ دافغان ولسمشر اشرف غني سره ټیلي فوني تماس نیولی اؤ دواړو خواؤ افغانستان کې په اوربند خبرې اترې کړي دي.

د عمران خان له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دواړو د افغان سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو او دواړو هېوادونو د اړیکو پر ټینګښت خبرې وکړې.‌ په بیان کې ویل شوي چې وزیراعظم د بین الافغاني خبرو د وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی

دافغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په ټوئټر لیکلي "وزیراعظم (عمران خان) وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د تشدد په کموالي کې مرسته کوي چې ډزبندۍ ته لاره هواره شي"

طالبانو که هرڅو تر دې وخته د اوربند اعلان نه دی کړی خو دریځ لري چې د جګړې د علتونو تر ختمیدو وروسته چمتو دي چې اوربند وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG