لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان کرکټ لوبډلې تېز بالر محمد عامر نړیوال کرکټ د احتجاج په توګه پرېښود


واشنګټن ــــ د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او تېز بالر محمد عامر د احتجاج په توګه له نړیوال کرکټه د ریټایر کېدو اعلان کړی، چې د پاکستان کرکټ بورډ یې دغه اعلان تایید کړی دی.

28 کلن محمد عامر نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه ویډیو کې ویلي، د پاکستان کرکټ بورډ د اوسنۍ انتظامیې له لاسه ډېر له ذهني اذیت سره مخ شوی او نور دا اذیت نه شي زغملای:

"د پي سي بي په انتظامیه کې چې څه ډول ماحول جوړ شوی زه فکر نه کوم چې زه به نور له دوی سره کرکټ وکړای شم، زه نور دا وخت کرکټ پرېږدم".

محمد عامر وایي د 2010م او 2015م کلونو تر منځ هم ډېر ځورول شوی او سزا شوی دی، نور داسې اذیتونه نه شي زغملای. محمد عامر هغه سکېنډل ته اشاره کوي چې په 2010م کال کې د انګلېنډ په ضد لارډ ټیسټ لوبې کې د سودابازۍ په تور سزا شوی وو.

د پاکستان کرکټ بورډ د محمد عامر د کرکټ پرېښوولو اعلان تایید کړی خو د دې ادارې پر انتظامیه د لګېدلیو تورونو په اړه یې څه نه دي ویلي. کرکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي، عامر د بورډ مشر ته منلې چې "هغه نور په نړیوال کرکټ کې د لوبېدو تنده او اراده نه لري او باید په را روانه نړیوالو لوبو کې ونه شمېر شي".

محمد عامر په ویډیو کې تور پورې کړی چې د نیوزیلېنډ په وروستیو لوبو کې هغه په 35 لوبغاړو کې څنګ ته کړل شوی وو او دا د ده لپاره د را ویښېدو شېبه وه چې باید د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي.

کرکټ بورډ په خپل بیان کې ویلي "دا د محمد عامر شخصي پرېکړه ده چې کرکټ بورډ یې درناوی کوي او سمدستي په دې اړه نور څه ویل نه غواړي".

محمد عامر وایي تر څو چې مصباح الحق او وقار یونس د کرکټ لوبډلې په انتظامیه کې وي دی به لوبه پکې ونه کړي، ځکه چې وایي دی ښه لوبه کوي خو بیا هم طنز ورباندې کېږي او ورته ویل کېږي چې عامر له کرکټ لوبډلې سره ټګي کړې ده.

د یادونې وړ ده چې محمد عامر د تېر کال په دسمبر کې هم د کرکټ له ټیسټ لوبو د لاس اخیستو اعلان کړی وو، چې له کبله یې پر هغه ډېر زیات تنقید شوی وو.

محمد عامر په 2009م کال کې د 17 کلنۍ په عمر کرکټ پیل کړی وو، چې په هماغه کال یې د سریلنکا په ضد لوبه کې د خپلو ټیسټ لوبو پیل کړی وو.

عامر د پاکستان کرکټ لوبډله کې تر اوسه 147 لوبې کړې دي چې په هغوی کې 61 یو ورځنۍ لوبې او 50 شل اووریزې لوبې هم شاملې دي او په دغو لوبو کې یې 259 ویکټونه اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG