لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۰۲۰ م کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۷۴ خبریالان جېل ته لېږل شوي


کال ۲۰۲۰م کې د نړۍ په کچه ۲۷۴ خبریالان د خپل کار پر وخت نیول شوي او زنداني شوي دي. دغه شمېره د نورو کلونو په پرتله ډیره زیاته ریکارډ شوې.

د بیان د ازادي او د خبریالانو د تحفظ د کمیټۍ د وروستي کلنۍ سروې له مخه چین، ترکیه او مصر د نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو زیات خبریالان بندي کړي. همداراز په بیلاروس او ایتوپیا کې د مظاهرو په ترڅ کې ګن شمېر صحافیان نیول شوي او جیل ته لېږل شوي.

چین کې د کورونا وبا رارسېدو سره بیجینګ ګڼ شمېر هغه خبریالان بندي کړي چې په ټولنیزو رسنیو یې د شمېرو او کورونا وایرس وروستی حال شریکولو.

د خبریالانو د ژغورنې کمیټۍ مشره، کورټني راډش وايي:

"په بند کې د خبریالانو اچولو دا تر ټولو ډیرې شمېرې دي. او دا په دوو دلیلو، یو خو د کرونا نړېوالې وبا ته غبرګون دی کوم چې د خبریالانو د خپلواکه ریپورټینګ پرضد د غلط یا بې بنیاده خبرونو په ترڅ کې کارول شوی او بل د بې ساري‌ مظاهرو له کبله."

د کورونا وبا له کبله په حکومتونو دغو نیول شوو خبریالانو ته د انصاف ورکولو غږ کیږي. د راپور له مخه په جېل کې لږ تر لږه دوه خبریالان مړه شوي. همداراز درییم خبریال چې د قرغزستان سره تعلق لري، کورنۍ یې وايي ‌دوي هم ګڼي چې ښايي هغه د دغه وایرس له کبله په زندان کې مړ شوی وي.

مېرمن کورټني زیاتوي:

"د روغتیا نړیوال کړکېچ پر مهال یو خبریال ته د جېل سزا ورکول، جرنلزم ته د مرګ سزا ورکولو په څېر ده ځکه هغوي د نورو څخه خپله فاصله هم نشي ساتلی. هغوي د ځان ژغورنې یا د احتیاطي تدابیرو نیولو لپاره سهولت هم نه لري. او تاسو خو پوهیږئ چې جېل د مرضونو ځاله ده."

د کمیټۍ د شمیرو تر مخه په امریکا کې هم د نسلي تضاد پر ضد د مظاهرو پر مهال ۱۱۷ خبریالان نیول شوي وو چې بیرته ژر خوشې شول خو ځینې یې لا اوس هم په زندانونو کې دي.

د امریکې د بیان ازادۍ د څار ادارې منجینګ ایډیټره کرسټین مکډین وايي:

"د نورو په پرتله د خبریالانو لپاره مظاهرې تل یو خطرناک ځای بلل کیږي. دا مظاهرې هغه وخت پېل شوې چې په مېناپولس کې ۲۵ کلن جورج فلوېډ مړ شو. د مې میاشتې په ۲۶ مه نیټه مونږ د خبریالانو پرضد د لومړي تشدد شاهد شو او بیا د مې په ۲۹ ګڼ شمېر صحافیان ونیول شوه چې د ټولو شمېر ۱۱۷ ته رسیدو."

د ایتوپیا په تیګرې سیمه کې هم د مظاهرو پر مهال ګڼ شمېر خبریالان زنداني شول.

مېرمن کورټني وايي:

" ایا بیلاروس او ایتوپیا هم غواړي د چین، ترکیې، مصر او سعودي عرب هیوادونو په لیسټ کې شامل شي چیري‌ چې خبریالان د خپل کار لپاره جېل ته استول کیږي؟ زه هیله لرم چې داسې نه وي."

پداسې حال کې چې په نړۍ کې د کورونا وایرس کړکېچ دوام لري او د تېر هر وخت په پرتله خلک خپلواکه خبرونو ته اړتیا لري، د خبریالانو زنداني کېدل اندیښنې پیدا کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG