لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو بېټکوین ارزښت له ۲۳۰۰۰ ډالرو څخه لوړ شو


واشنګټن: د بېټکوین ارزښت په وروستیو میاشتو کې په چټکۍ سره زیات شوی او د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو بېټکوین ارزښت له ۲۳۰۰۰ ډالرو څخه زیات شو.

په نړۍ کې د دغې پخوانۍ کریپټو کرنسۍ ارزښت په یوه ورځ کې ۲۰٪ او په دې کال کې تر ۲۰۰٪ زیات شوی دی.

د بېټکوین په ارزښت کې د پام وړ زیاتوالي دلیلونه نه دې روښانه خو ځینې کتونکي وايي، د پې پل په څېر د ځینو بنسټونو لخوا د کرپټو کرنسۍ له کارولو سره ښايي د بېټکوین ارزښت پورته شوی وي.

نورو پانګوالو هم په خپلو کارونو کې د بېټکوین په کارولو باندې کار پیل کړی دی.

د سوداګریزو خبرونو (بېزنېس انسایډر) د معلوماتو له مخې، د هیچ فنډ منېجر بېلیونېر پاول ټوډور جونز او بانکي پانګوال مایک نووګرېټس په دې وروستیو کې ډېر زیات بېټکوین اخیستي دي او وايي، چې ارزښت به یې نور هم زیات شي.

د بېټکوین د ارزښت د زیاتوالي بل دلیل ښايي د انفلېشن د زیاتوالي اټکلونه وي.

په ګګینهیم انوېسټمېنسټ کې د نړیوالې پانګونې افیسر سکاټ مېنارډ ویلي، په چټکۍ سره د پېسو چاپولو او د بېټکوین د معلوم شمېر سره ښايي د یوه بېټکوین ارزښت له ۴۰۰۰۰۰ څخه واوړي.

یواځې ۲۱ میلیونه بېټکوینه به وي. دا مهال یواځې څخه باندې ۱۸.۵ میلیونه شته دي.‌

د کرپټو کرنسۍ پوهان وايي،‌که چېرې بېټکوین په همدې تېزوالي سره مخکې لاړ شي نو بل دمه به ۳۶۰۰۰ کې ووهي خو کچېرې یې له ۱۳۸۰۰ څخه وغورځي نو دا ټیټه بیه یې ښايي تر یو وخت پورې پاتې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG