لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزير کراچۍ ته منتقل کړی شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر کراچۍ ته منتقل کړی شوی دی، هغه په 16دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی ؤ.

د کراچۍ پوليس تاييد کړې چې د قامي اسبملۍ غړی د جمعې په شپه ناوخته په جهاز کې کراچۍ ته راوستل شوی خو پولیس ويلي هغه نامالومه ځای ته منتقل کړی شوی دی.

دا چې علي وزير به کله او کوم عدالت ته وړاندې کوي پوليس په دغې اړه هم څه نه دي ويلي.

علي وزير د پېښور پوليسو د کراچۍ پولیس په يوه مقدمه کې نيولی ؤ. په علي وزير او نورو د پي ټي اېم د شپږم دسمبر د کراچۍ جلسې ته د وېنا په تور مقدمه درج کړی شوې وه.

په اووم دسمبر د کراچۍ پوليس د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کوونکو مقدمه درج کړې چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او محسن داوړ هم شامل دي.

په مقدمه کې ويل شوي چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

پرون ماښام په کراچۍ کې د پي ټي اېم ځايي مشر نور الله ترین هم پوليسو نيولی دی. نور الله ترين په داسې حال کې نيول شوی چې دوی د علي وزیر د نيولو پرضد احتجاجي مظاهره کوله.

د سهراب ګوټ پوليس ویلي نور الله ترين يې هم د جلسې په مقدمه کې نيولی دی.

د علي وزير د نيولو پرضد پي ټي اېم پرون د جمعې په ورځ په ټول ملک کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG