لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني:‌ مذاکراتي پلاوی دې د لومړي پړاو په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي


واشنګټن ــــ په قطر کې د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو درې میاشتې وروسته د افغان حکومت مذاکراتي ډلې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني‌ سره لیدلي‌ او هغه ته یې د مذاکراتو د لومړي‌ پړاو په اړه هراړخیز معلومات ورکړي‌ دي.

پد افغان حکومت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني‌ د خپلې مذاکراتي ډلې ستاینه کړې چې له طالبانو سره یې د خبرو په لومړي‌ پړاو کې اغېزمن رول تر سره کړی دی. خبرپاڼې د ولسمشر غني‌ له قوله ویلي:

"جمهوررئیس غني د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي څخه مننه وکړه چې د طالبانو ډلې سره د مذاکراتو په لومړي پړاوو کې یې په مؤثر ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب وکړ او زیاته یې کړه، مذاکراتي پلاوی دې د لومړي پړاوو د انکشافاتو په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي".

له ولسمشر غني‌ سره په دې لیدنه کې د مذاکراتي ډلې د مشر معصوم ستانیکزي په ګډون نورو ټولو غړیو، د ملي روغې جوړې د عالي‌ شورا مشر ډاکټر عبدالله، د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو، د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني، د ملي‌ امنیت سلاکار حمدالله محب او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

ملګرو ملتونو او د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزداد په وروستیو کې ټینګار کړی چې په بین الافغاني خبرو کې دې د افغانستان ټولو سیاستوالو، اقلیتونو، د مدني ټولنې او ښځو استازو ته برخه ورکړل شي. خبرپاڼه وایي‌ ولسمشر غني‌ د شنبې- خالي په ورځ د خپلې مذاکراتي ډلې غړو ته په دې اړه ویلي:

"جمهوررئیس غني د سولې پروسه کې د خلکو د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملولو ته په اشارې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاوو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو په مذاکراتو کې په سمه توګه د هغوی استازیتوب وشي".

په قطر کې د بین الافغاني خبرو لومړی پړاو د دسمبر پر 14مه پای ته ورسېد، چې بیا به د جنورۍ پر پینځمه بیرته پیلېږي، د درو اوونیو د دې وقفې په مهال د حکومت مذکراتي ډله خپل هېواد ته ستنه شوې خو د طالبانو پلاوي په تېرو ورځو کې پاکستان ته درې ورځنی سفر وکړ، چې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان او د کورنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي سره یې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

د مذکراتو دواړو ډلو د خبرو پر تګلاره تر سلا کېدو وروسته له یو بل سره د ایجنډا د موضوعاتو فهرست شریک کړی، خو دغه موضوعات له رسنیو سره نه دي شریک شوي‌ او ویل کېږي چې په رسمي مذاکراتو کې به د دایمي‌ ډزبندۍ، د راتلونکي حکومت، د ښځو د حقونو او د اظهار د ازادۍ په اړه خبرې کېږي.

دا چې د سولې د دویم پړاو خبرې به چېرې کېږي په دې اړه د مذاکراتي ډلو ګډه پرېکړه لا مخې ته نه ده راغلې، خو ولسمشر غني دوې ورځې وړاندې په کندهار کې یوې غونډې ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې د دویم پړاو خبرې په کندهار کې تر سره کړي، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم یې په جواب کې طلوع نیوز ته ویلي چې د دویم پړاو خبرې به هم په قطر کې تر سره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت مذاکراتي ډلې په تېرو ورځو کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان له نورو سیاستوال، د اقلیتونو له مشرانو، د مدني ټولنې او د ژوند د نورو څانګو له غړیو سره هم ناستې وکړي او د سولې د خبرو په اړه د هغوی سلا مشورې واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG