لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې په کرونا وایرس یو شوارزو کې ۱۵کسان مړه شوي


د روغتیا محکمې شمیرې ښایي په خیبر پښتونخوا کې دتیر یو شواروز په مهال دکرونا وایرس له امله نور ۱۵ کسان مړه شوي چې دې سره په دغه صوبه کې په دې وایرس دمړینو شمیره ۱۵۳۶ؤ ته رسېدلې ده.

شمیرې ښایي په تیرو ۲۴ؤ ساعتو کې دخیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې ۳۸۸کسانو ته دغه وایرس ورپورې شوی دی.

کوم ۱۵کسان چې په تیر یو شواروز کې د کرونا وایرس دلاسه مړه شوي هغې کې د اوو تړاؤ د دصوبې دسرښار پېښور سره ښودل شوی دی.

دپېښور یو وتلی ډاکټر ښاغلی محسن هم په کرونا ناروغۍ تیره ورځ مړ شوی دی.

ډاکټر محسن چې دعملیاتو یا جراحۍ په مهال ناروغانو ته د نشې ورکولو ماهر ؤ د تیرو څو ورځو راهسې په خیبریچنګ روغتون کې بستر ؤ.

د ډاکټرانو صوبایي اتحادیې پخپل یو بیان کې د ډاکټر محسن د مړینې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې صوبه کې دډاکټر محسن د مړینې سره په کرونا وایرس دمړو شوؤ ډاکټرانو شمیره ۳۸ؤ ته رسېدلې ده.

ډاکټران او د روغتیایي چارو پوهان د حکومت نه غوښتنه کوي چې هسپتالونو کې او پي ډيانې او نور د عمومي سهولتونو څانګې دې وتړل شي چې دا وايرس نورو طبي مامورینو ته ورپورې نه شي.

په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي وياند ډاکټر سليم خان يوسفزۍ وي او ای ډيوه ته اوړمه ورځ ویلي وؤ چې د کرونا وبا د وړمبۍ څپې په پرتله اوس خلک دا مرض ډېر سنجيده نه اخلي او د صحت محکمې لخوا وضع کړل شويو اېس او پيز يا سپارښتنو باندې زياتره خلک عمل هم نه کوي چې له امله يې دا وايرس په چټکتیا سره په ټولنه کې خورېږي.

د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د مارچ د مياشتې نه تر اوسه پورې ۳۸ ډاکټرانو، څلورو نرسانو او اوو پېرامېډکس د کرونا وايرس نه ژوند د لاسه ورکړی او څه کم درې زره د طبي عملې غړي يې ناروغه کړي دي.

دطبي چارو پوهان وايي د کرونا وبا د مخنيوي د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کاروي، بار بار لاسونه وينځي، د يو بل نه فاصله کې اوسي او د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ډده وکړي.

په ګرد پاکستان کې بیا په تیر یو شوارزو کې ۸۰ کسان په دې وایرس مړه شوي اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې د ۲۰۰۰نه دزیاتو ناروغانو وضعیت اندېښمن دی.

دکرونا وایرس دپیل څخه تر اوسه پاکستان کې ۹۳۳۰ کسان په دې وایرس مړه شوي اؤ ټول پرې څلور لکه ،۵۷ اؤ ۲۸۸ کسان اخته شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG