لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنډۍ:په معذوره ماشومې جنسي تیري کې ککړ مجرم ته دتېزندۍ سزا اورؤل شوې ده


څه موده وړاندې د پینډۍ د رته ټانې په حد کې دمحمد ایوب په نوم یو ۴۰کلن تن دخپل همسایه کور ته ننوتلی ؤ اؤ‌ دهغه په معذوره دیارلس کلنه لور یې جنسي تیری کړی ؤ.

د راولپنډۍ سیمه ییزې محکمې په یوې ۱۳کلنې معذورې ماشومې د جنسي تیري کولو په جرم کې ککړ تن ته دتېزندۍ دسزا اؤ جرمانې امر کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي څه موده وړاندې د پینډۍ د رته ټانې په حد کې دمحمد ایوب په نوم یو ۴۰کلن تن دخپل همسایه کور ته ننوتلی ؤ اؤ‌ دهغه په معذوره دیارلس کلنه لور یې جنسي تیری کړی ؤ.

وروستو دماشومې د کورنۍ په رپورټ پولیسو د محمد ایوب په ضد دجنسي تیري مقدمه درج کړې وه اؤ دهغه یې نیولی ؤ.

دپیندۍ دضلعي جج جهانګیر ګوندل په عدالت کې تیره ورځ ددې دوسیې اوریدنه شوې چې پکې په مجرم محمد ایوب دجنسي دزیاتي جرم ثابتیدو نه وروسته هغه ته دمحکمې لخوا د تیزندۍ دسزا سره دپینځوؤ لکو روپو دجرمانې سزا هم اورؤل شوې ده.

محکمې پخپله پرېکړه کې ویلي چې مجرم یو ناوړه جرم کړی چې پکې دبخښنې هیڅ ګنجائش نشته اؤ په وړو ماشومانو اؤ جینکو جنسي تیري کوونکي د سختو سزاګانو وړ دي.

محکمې امر کړی چې مجرم محمد ایوب باید تر هغه وخته په دار وځړول شي ترڅو چې ترې ساه نه وي وتلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په پنجاب ایالت کې په ښځو اؤ ماشومانو دجنسي تیري پېښو کې زیاتوالی مخې ته راغلی اؤ دستمبر په میاشت کې هم دپنجاب دوؤ بیلابیلو سیمو بوریوالا اؤ شیخوپوره کې په یوه ذهني ناروغه اؤ یوه ماشومه جینۍ داجتماعي جنسي تیري دوه پېښې رامخې ته راغلې وې.

تر دې وړاندې په نهم ستمبر دګوجر پوره سیمې سره په موټروی د شپې په مهال دوؤ کسانو په یوه میرمنه دهغې دماشومانو په وړاندې جنسي تیری کړی ؤ چې دغه پېښې دخلکو سخت غبرګونونه راپارولي وؤ اؤ دپاکستان دننه په جنسي تیري کې ککړو مجرمانو ته د سختو اؤ ډاګیزو سزاګانو غوښتنې سر راپورته کړی ؤ.

تیره اوونۍ دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هیواد کې په زوره د جنسي تیریو دمخنیوي قانون ۲۰۲۰م منظور کړی چې له مخې به یې ګرد هیواد کې دجنسي زیاتیو په اړه دمقدمو فیصله کولو دپاره ځانګړي عدالتونه جوړولی شي.

دنوي قانون له مخې په جنسي تیري کې د ککړو کسانو جنسي توان به دهغوئ له خوښې پرته ختمولی شي اؤ دجنسي تیریو دپېښو پلټنو کې په غفلت کولو به پولیسو اؤ سرکاري مامورینو ته د درې کاله بند اؤ جرمانې سزا ورکول کیږي

XS
SM
MD
LG