لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:د ولسي جرګې د وکیل په کاروان موټري بمي برید، نهه کسان وژل شوي،د وکیل خان محمد په ګډون ۲۰ژوبل


چارواکي دافغانستان پلازمینه کابل کې د ولسي جرګې د وکیل خان محمد وردګ د موټرو په کاروان موټري بمي برید شوی چې پکې نهه کسان وژل شوي اؤ د وکیل خان محمد وردګ په ګډون پکې ۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

دکورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي چاودنه کې پخپله د ولسي جرګې وکیل خان محمد وردګ اؤ ۱۹ کسان نور ژوبل شوي خو هغه نه دي ویلي چې دا یو ځانمرګي برید ؤ که موټر کې چاودیدونکي مواد چول شوي دي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین له مخې دغه موتړي برید دیکشنبې په سهار دکابل ښار دپینځمې امنتیي حوزې په سپین کلي کې د ولسي جرګې د وکیل د موټرو په کاروان شوی دی.

هغه ویلي دچاودنې له امله خواوشا ودانیو ته هم زیان رسیدلی دی اؤ په اؤ ټپيانو کې ښځې،ماشومان اؤ د زاړه عمر کسان هم شامل دي چې زیاتره ملکي وګړي دي.

دعامي روغتیا اؤ کورنیو چارو وزارتونو په دې چاودنه کې د نهو ولسي وګړو د وژنې پخلی کړی دی.

تر اوسه ددې برید مسولیت چا پرغاړه نه دی اخستی.

په دې وروستیو کې دافغانستان دننه د موټري بمي بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ تیره اونۍ هم د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه یو سکتر د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي

دتیرې جمعې په ورځ هم د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله ۱۵ماشومان وژل شوي وؤ.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دعوه کوي چې په تېرو درېوؤ میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۸۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي خو طالبان دا دعوې ردوي اؤ وایي چې افغان ځواکونه په ملکي خلکو بریدونه کوي اؤ ګڼ شمیر عام خلک یې وژلي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت د مرکچي پلاوي ترمنځ دسولې دبین الافغاني خبرو په ایجنډه اتفاق پیدا شوی خو دخبرو کې دشوؤ پرمختګونو باوجود هم افغانستان کې دچاودنو اؤ بریدونو لړۍ نه ده تم شوې.

افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پخپل یو تازه ټوئټ کې لیکلي “ موږ پر ټولو غاړو غږ کوو چې اورکم کړي او په چټکۍ اوربند وکړي. په ګډه او په نړیوال ملاتړ، دوي باید په ټول هیواد کې د ناچاودل شوو توکو او ماینونو سره مبارزه وکړي تر څو د ماشومانو او غټانو ارزښتناکه ژوند وژغوري”

خلیلزاد ویلي افغانستان کې د ملکيانو په ګډون، د افغانانو وژنه او مړینه ډیره عامه شوې ده.

هغه پخپل یو بل ټوئټ کې لیکلي “موږ د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه غندو او هغوي ټول غندو چې په افغانستان کې دغه راز بریدونو ته، چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، اجازه ورکوي او ترسره کوي یې”

هغه ویلي افغان دولت طالبان باید د خپلو خلکو د غوښتنو درناوی وکړي او هر څومره زر چې شونی وي، یوه سیاسي توافق ته ورسیږي. متحده ایالتونه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG