لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په برتانیه او جنوبي افریقا کې د کورونا وایرس نوې بڼې خپرې شوي


واشنګټن - په برتانیې او جنوبي افریقا کې د کورونا وایرس له یو نوي ډول سره چې په اسانۍ سره خپرېږي اندېښنې زیاتې شوي خو د وایرس پوهان وايي، دا لا نه ده څرګنده چې ایا دا نوی وایرس به واکسینونو ته کومه ستونزه جوړه کړي او که به د لا زیاتې سختې ناروغۍ سبب شي.

وایرسونه له خپرېدو سره بدلون هم کوي، چې ځینې یې له نورو څخه زیات بدلېږي. د همدې دلیل له امله مونږ هر کال د زکام یا ریزش یو تازه واکسین ته اړتیا لرو.

د کورونا واکسین نوې بڼې او ډولونه د پیل راهیسې چې نېږدې یو کال مخکې په چین کې موندل شوی لیدل شوي دي.‌

د شنبې یا خالي په ورځ لومړي وزیر بورېس جانسن د کورونا د نوي ډول له امله نوي محدودیتونه اعلان کړل.

ګڼو اروپايي هېوادونو او کاناډا له برتانیې څخه ځینې الوتنې بندې یا محدودې کړې تر څو د د کوم وایرس خپرېدل محدود کړي.‌

ددغه حالت په اړه چې څه ښکاره دي هغه په لاندې توګه دي.

په برتانیه کې د کورونا د نوي ډول په اړه کومې اندېښنې دي؟

په برتانیه او امریکا کې روغتیا پوهان وايي، د کورونا دغه نوی ډول د نورو په پرتله په اسانۍ سره خلک اخته کوي خو تر اوسه په دې اړه شواهد نشته چې زیات وژونکی به هم وي.

د برتانیې په حکومت کې وتلي ساینسي سلاکار پټرېک ویلانس ویلي، چې د کورونا وایرس دغه ډول "په چټکۍ سره خپرېږي او د کورونا په تر ټولو ځواکمن ډول بدلېږي،" چې په لندن کې یې په ډیسمبر کې د کورونا د پېښو ۶۰ فیصده جوړول.

دا نوی ډول په دې هم د اندېښنې وړ دی چې په ډېرو شکلونو بدلېږي، یعنې تر شلو زیاتو باندې او ځینې یې داسې پروټین لري چې په اسانۍ سره د بدن حجرې اخته کوي.

ډاکټر روي ګوپتا چې د برتانیې په کمبریج پوهنتون کې د وایرسونو په برخه کې زده کړه کوي وايي، "زه په ريښتیا هم په دې اړه اندېښنه لرم خو دا له وخت څخه مخکې ده چې پوه شو دا به بلاخره څومره مهم ثابت شي.

نوموړي او نورو څېړونکو د ساینس پوهانو په ویب سایت باندې خپل راپور هم خپور کړی خو تر اوسه یې په رسمي توګه کتنه نه ده شوې او نه هم په کوم جورنال کې چاپ شوی دی.

په هر صورت وایرسونه لویه اندېښنه داده کله چې وایرس بدلېږي نو هغه خپل پروټینونه بدلوي تر څو له درملو او یا دفاعي یا معافیتي سیستم څخه وتښتي.

د امریکا په سیاټل کې له فریډ هوچنسن په نامه د سرطان له یو مرکز څخه د بیالوژۍ او جنیتکي برخې کارپوه ټریور بیډفورډ په ټویټر لیکلي، ترلاسه شوي شواهد ښيي چې دا هغه څه دي چې اوس له نوي کورونا سره پېښږي.

دا زیاتوي، "مونږ اوس دغه بدلون وینو او ګڼ شکلونه یې په خپرېدو دي. او ځینې یې د انتي باډي درملنې په وړاندې هم مقاومت ښيي."

د کورونا نوي کوم ډولونه ښکاره شوي:

په اپرېل کې په سویډن کې څېړونکو یو وایرس ومونده چې دوه جنیتکی بدلونونه پکې راغلي وو او له همدې امله دوه چنده زیات خطرناک شوی وو. ګوپتا وویل، د کورونا ددغه ډول ۶۰۰۰ پېښې تر اوسه په ټوله نړۍ کې رپوټ شوي چې زیاتره یې په ډنمارک او انګلېنډ کې دي.

ددغه بدلې شوې بڼې څو نور ډولونه هم رامنځ ته شوي دي چې ځینو خلکو په ډنمارک کې د سارویو له فارمونو څخه ترلاسه کړي دي.

دې ته ورته بدلونونه د جنوبي افریقا په کورونا کې هم رامنځ ته شوي دي.‌

اوس لویه پوښتنه دا ده چې ایا هغه خلک چې پخوانۍ کورونا تېره کړې ده ایا په نوې کورونا باندې به اخته شي او ایا د کورونا نوې بڼې به جوړ شوي واکسینونه وننګوي؟

دې پوښتنو ته ځواب دا دی چې نه ښايي داسې و نشي. د امریکا د خوړو او درملو د ادارې پخواني کمېشنر سکاټ ګاټلیب د یکشنبې یا اتوار په ورځ سي بي اس ته وویل، ښايي داسې و نشي او ګوپتا هم په دې نظر دی.

د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن لخوا نومول شوي چارواکي وېوېک مرتي د یکشنبې یا اتوار په ورځ ان بي سي ته وویل، هېڅ دلیل نشته چې داسې باور وکړو چې جوړ شوي واکسینونه دې ددې وایرس په وړاندې اغېزناکه نه وي.

XS
SM
MD
LG