لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بین الافغاني خبرو له لومړي پړاو نه وروسته هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې ده


واشنګټن – په داسې حال کې چې د امن دپاره کوششونه ورځ تر بلې زیاتیږي، مګر د ګل/دوشنبې په ورځ بیا هم د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې مخې ته راغلې.

افغان امنیتي چارواکي وايي،‌ د کابل پروان د لویې لارې پر قومندان تېره شپه د ماین چاودنه شوې چې خپله د قومندان ولي علیزاده په ګډون پکې پنځه پولیس وژل شوي دي.

چاودنه تېره شپه د پروان مرکز چاریکارو اړونده په عبدي بای نومې سیمه کې د هغه په ټانک باندې د ګزمې پر وخت شوې ده.

ددغه برید پړه وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستې ده.

همدارنګه نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د کابل د څرخي پله سیمه کې هم د پولیسو په یو موټر چاودنه کې یو پولیس او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي.

په کابل کې د ډیسمبر د شلې نېټې د برید ځای
په کابل کې د ډیسمبر د شلې نېټې د برید ځای


پرون د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار هم سرښار کابل کې لویه چاودنه وشوه چې له امله یې زیات شمېر خلک مړه او ټپیان شول.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې په کابل کې د یکشنبې یا اتوار د ورځې په بمي چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه لسو او د ټپیانو شمېر ۵۲ ته رسېدلی دی.

صالح زیاته کړه، له ټپیانو څخه یواځې شپږ یې تر اوسه هم په روغتون کې دي او پاتې نور یې له روغتونو څخه خپلو کورونو ته استول شوي دي.

دغه چاودنه د افغانستان د پارلمان د وکیل حاجي خان محمد وردګ په موټر شوې وه خو خپله وردګ له پېښې ژوندی پاته دی، خو زخمي شوی دی.

افغان چارواکي وايي، چاودنه هغه مهال وشوه کله چې د کابل د ښار په پنځمه ناحیه کې سپین کلي سره د ښاغلي وردګ د موټرو کاروان له سیمې تېرېده.

په چاودنه کې په ګڼ شمېر موټرو او شاخوا ودانیو ته هم زیانونه رسېدلي.

د طالبانو په ګډون هېڅ کومې وسلوالې ډلې تر اوسه ددغه برید پړه نه ده منلې.

دې ته ورته امنیتي پېښې په هلمند، غزني او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې هم رامنځ ته شوي چې له امله یې د سولې د روانو خبرو په اړه د افغانانو ناهیلې زیاته شوې ده ځکه د سولې په اړه د امریکا او د طالبانو ترمنځ د تړون یوه ماده د تاوتریخوالي کمېدل دی.

د سولې خبرې او د تاوتریخوالی زیاتېدل

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون وروسته د افغان حکومت او د وسلوالو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو په برخه کې پرمختګونه شوي خو تاوتریخوالی نه یواځې کم شوی نه دی بلکه د افغان او امریکايي چارواکو په باور د پخوا په پرتله لا زیات شوی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزادا د ډیسمبر په ۱۹ نېټه د خپل ټوېټر له لارې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی وو او له ښکېلو اړخونو څخه یې د ژر تر ژره کمولو او اوربند ټينګولو غوښتنه کړې وه.

هغه دا هم ویلي وو چې په دې وروستیو کې د افغانانو وژنه او مړینه ډيره عامه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې خبر ورکړی وو چې په تېرو درې میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۸۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

بل پلو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ډیسمبر په ۱۶ نېټه له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر وخت ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي‌په کمېدو او د اوربند په ټېنګېدو کې مرسته وکړي خو لا تر اوسه دغه ژمنې عملي شوي‌ نه دي.

دې ته ورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د وسلوالو طالبانو له پلاوي سره تر خبرو وروسته یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې خو دا یې هم ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو مسولیت یواځې د طالبانو نه دی بلکه ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي.‌

افغان حکومت په ځانګړي‌ توګه افغان ولسمشر تل په خپلو خبرو کې ویلي، چې د سولې د خبرو اصلي ټکی دا دی چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي هغه څه چې تر اوسه طالبانو نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG