لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جلاوطنه سیاستوالې کریمه بلوچ مړی په کېنېډا کې وموندل شو


واشنګټن ــــ د بلوچستان د زده کوونکو د سازمان بي ایس او- ازاد پخوانۍ یواځینۍ ښځینه مشره او د بشري حقونو فعاله کریمه بلوچ د دسمبر پر 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې ورکه شوې وه او نن یې مړی موندل شوی دی.

د ټورنټو پولیسو د هغې د ورکېدو خبر ورکړی وو، خو نن یې کورنۍ تایید کړه چې پولیسو د هغې مړی موندلی دی.

پولیس وایي 37 کلنه کریمه بلوچ د. اتوار- یکشبې په ورځ‌ ماسپښین تقریباً درې بجې د ټورنټو په بې سټریټ او کوې ویسټ سیمو کې لیدل شوې ده خو له هغه وروسته بې درکه شوې وه.

پولیسو سمدستي د هغې د مړینې سبب نه دی ویلی.

په کېنېډا کې مېشت د کریمې بلوچ سیاسي ملګري لطیف جوهر بلوچ وي او اې ډیوه ته وویل، هغه د اتوار- یکشنبې په ورځ غرمه شاوخوا دوولس بجې له کوره وتلې وه خو بیا کور ته ستنه نه شوه:

"هغه ورځ کتابتون ته تلله ځکه چې د ټورنټو پوهنتون زده کوونکې وه، بېګا شپه چې کور ته رانغله نو دوی پولیسو ته خبر ورکړ او نن پولیسو راته وویل چې د هغې مړی یې له اوبو تر لاسه کړی، خو نور معلومات یې نه دي راکړي".

کریمه بلوچ څو کاله مخکې له پاکستانه کېنېډا ته تللې وه او هلته یې سیاسي پناه اخیستې وه.

دا دویم بلوچ تن دی چې په جلاوطنۍ کې تر ورکېدو وروسته یې مړی موندل کېږي. سږ کال په مارچ کې بلوچ جرنلسټ ساجد حسېن هم په سویډن کې ورک شوی وو، چې وروسته یې مړی وموندل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG