د افغانستان په غزني کې ځايي جرنلېسټ د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی، دغه پېښه د ګل په ورځ شوې ده.
رویټرز د غزني پوليس له قوله ويلي جرنلېسټ رحمت الله نېکزاد په غزني ښار کې د کوره وتلې، روان ؤ، په ډزو وژل شوی دی.
د راپورونو ترمخه نېکزاد د غزني د جرنلېسټانو د اتحاديې مشر ؤ، هغه د کال 2007 نه د اېسوسي اېټډ پرېس او د الجزيره سيټلايټ ټي وي چېنل سره یې هم کار کړی ؤ.
طالبانو د نېکزاده په مرګ خواشيني څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې په تېرو دوه میاشتو کې دا څلورم جرنلېسټ دی چې وژل شوی دی.
د دسمبر په لسمه په جلال اباد کې د انعکاس ټیلیویژن خبریاله ملالۍ میوند له خپل ډراېور سره یو ځای وژل شوې وه چې د ننګرهار د والي ضیاوالحق امرخېل په وینا په وژنه کې لاس لرونکي کسان یې نیول شوي ؤ.
د ای پي ترمخه داعش په ملاله ميوند د بريد زمه واري منلې وه.
له دغې وړاندې په هلمند کې د ازادي رېډیو خبریال الیاس داعي وژل شوی ؤ. د الیاس داعي په موټر ماين چاؤدنه شوې وه.