لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور 82 کسان په کرونا وایرس مړه شوي


دکرونا وایرس په بابله دمعلوماتو خپرونکې دولتي ویب پاڼه وایي په تازه مړو شوؤ کسانو کې د اوو تړاؤ دخیبر پښتونخوا صوبې سره دی اؤ تر اوسه خیبر پښتونخوا کې په دې وبا 1553کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې دتیرو 24ؤ ساعتو په مهال نور82کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ 1700 څخه زیاتو کسانو ته دغه وایرس ورپورې شوی دی.

دکرونا وایرس په بابله دمعلوماتو خپرونکې دولتي ویب پاڼه وایي په تازه مړو شوؤ کسانو کې د اوو تړاؤ دخیبر پښتونخوا صوبې سره دی اؤ تر اوسه خیبر پښتونخوا کې په دې وبا 1553کسان مړه شوي دي.

دکله نه چې پاکستان کې کرونا وایرس سر راپورته کړی نو په دغه هیواد کې یې 9474کسان وژلي دي.

پاکستان کې څلورو لکو 20 زرو اؤ672کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو نور ټول ترې بیرته جوړ شوي اؤ دامهال یوازې 40 زره اؤ 261کسان په دې وایرس ناروغه پراته دي.

دپاکستان د سینیټ یوه غړې کلثوم پروین چې مسلم لیګ نواز ګوند سره یې تړاؤ لرلو، هم تیره ورځ د کرونا وایرس له امله داسلام اباد په یو شخصي روغتون کې مړه شوې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي وياند ډاکټر سليم خان يوسفزي وي او ای ډيوه ته ویلي چې د کرونا وبا د وړمبۍ څپې په پرتله اوس خلک دا مرض ډېر سنجيده نه اخلي او د صحت محکمې لخوا وضع کړل شويو اېس او پيز يا سپارښتنو باندې زياتره خلک عمل هم نه کوي چې له امله يې دا وايرس په چټکتیا سره په ټولنه کې خورېږي.

دطبي چارو پوهان وايي د کرونا وبا د مخنيوي د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کاروي، بار بار لاسونه وينځي، د يو بل نه فاصله کې اوسي او د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ډده وکړي.

په ټوله دنیا کې د کرونا واېرس د لاسه اغېزمند شوو خلکو شمېره د 76 ملینه 5 لاکه او 59 زره نه سیوا شوې او تراوسه پورې ددې د لاسه د مړو شمېره 16 لاکه او 90 زره ته رسېدلې.

د امریکې جان هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په نړۍ کې د کرونا وایرس د لاسه د ټولو نه زیات په امریکا کې 17 ملینه او 7 لاکه، په دوېم نمبر هندوستان کې 10 ملینه او 31 زره او په درېم نمبر په برازیل کې اووه ملینه، دوه لاکه او 13 زره نه زیات خلک متاثره شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG