لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي د بلوچستان په اواران سیمه کې یې 10 وسلوال وژلي


واشنګټن ــــ د پاکستان امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د ایران پولې ته نیژدې د بلوچستان په اواران سیمه کې یې د وسلوالو یو پناه ځای محاصره کړی او د عملیاتو په مهال یې 10 تنه وسلوال وژلي دي خو خپلواکو سرچینو دا پېښه نه ده تایید کړې.

چارواکي وایي له دغو وسلوالو یې یوه اندازه وسله هم تر لاسه کړې ده.

د اواران سیمې ځایي چارواکو په کوټه کې د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، چې دا پېښه د نهې- سه شنبې په سهار وختي د اواران په کېلکور سیمه کې شوې ده. وایي امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد هلته د موجودو وسلوالو په ضد عملیات وکړل.

چارواکي ویلي چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ د عملیاتو په مهال نښته شوې چې وایي په نتیجه کې یې اووه تنه وسلوال و وژل شول، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو د لس تنو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.

دا چې په نښته کې امنیتي ځواکونو ته هم څه تاوان رسېدلی که نه، په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه دغو وسلوالو د هغه پاکستاني پوځي په وژلو کې لاس درلود چې څو ورځې وړاندې په همدې اواران سیمه کې وژل شوی وو. وایي یو پوځ د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ‌ هغه وخت وژل شوی وو چې دوی د نورو وسلوالو په ضد عملیات کول.

د اواران چارواکي وایي وژل شوي وسلوالو د سیمې سرکاري روغتون ته وړل شوي، خو پاکستاني ځواکونو د دغو وژل شویو وسلوالو پېژندنه نه ده کړې او نه یې دا ویلي چې دوی له کومې وسلوالې ډلې سره تړاو درلود.

د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو پارلماني سیکرټرې بشری رند د نهې- سه شنبې په ورځ په کوټه کې د خبري غونډې په مهال د اواران د پېښې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

اواران د بلوچستان په مکران ډیویژن کې یوه له ناارامه سیمو څخه ده چې د بلوچ لیبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو تنظیم پکې فعاله دی او وخت په وخت پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخلي، خو د دې پېښې په اړه یې څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG